پاك ايران د دفاع وزيرانو ملاقات،سيمه ايز امن او دفاعي مرستي له د عزم پخلے

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران د دفاع وزير بريګيډيئر جنرل عزيز ناصر زاده د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره تيره ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړې،د ملاقات په مهال دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو او سيمه كښې امن او استحكام ته ودي وركولو له د عزم پخلے كړې۔د دفاع وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران د دفاع وزير بريګيډيئر جنرل عزيز ناصر زاده د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره تيره ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړې،د ملاقات په مهال دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو او سيمه كښې امن او استحكام ته ودي وركولو له د عزم پخلے كړې۔د دفاع وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې دواړه اړخه د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي،چې پكښې سيمه ايزي سلامتيا ، ترهه ګرۍ په ضد اقدامات او ګاونډيانو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرستي ته وده وركولو تګلاري شامل دي۔د دفاع وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو ، سيمه كښې امن او استحكام ته ودي وركولو د عزم پخلے كړې۔د پاكستان د دفاع وزير د ايران د پرله پسې مرستي ستائنه وكړھ او شريكې سلامتيا چيلنجونو مخنيوي كښې ئې دفاعي سفارت كارۍ په اهميت زور راوړو۔د ايران د دفاع وزير د پاكستان حكومت په تود هركلي كولو مننه وكړه او شريك احترام، شريك اقدار او په باور اډانه قوي دفاعي اړيكو خواهش ئې څرګند كړو۔

مزید خبریں