اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران صدر مسعود پزشكيان وزيراعظم هاؤس ته په راتګ وزيراعظم محمد شهباز شريف د هغه تود هركلے وكړو۔د ايران صدر په اعزاز كښې د استقباليې دستوره وشوه۔دې څخه وړاندې وزيراعظم هاؤس ته په راتګ وزيراعظم د ايران صدر تود هركلے وكړو، دواړو لارښودو په زړه پورې ډول ستړي مشي وكړه او د خير سګالۍ كلمات تبادله وشوه دې نه پس …
د ايران صدر مسعود پزشكيان وزيراعظم هاؤس ته راتګ، وزيراعظم محمد شهباز شريف د هغه تود هركلے وكړو، د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلي هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران صدر مسعود پزشكيان وزيراعظم هاؤس ته په راتګ وزيراعظم محمد شهباز شريف د هغه تود هركلے وكړو۔د ايران صدر په اعزاز كښې د استقباليې دستوره وشوه۔دې څخه وړاندې وزيراعظم هاؤس ته په راتګ وزيراعظم د ايران صدر تود هركلے وكړو، دواړو لارښودو په زړه پورې ډول ستړي مشي وكړه او د خير سګالۍ كلمات تبادله وشوه دې نه پس فوټو سېشن وشو۔د استقباليې دستوري په پېل د دواړو هېوادونو قومي سرودونه وغږولې شول او د وسله والو ځواكونو چټك ډلي ميلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزيراعظم د ايران صدر د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين، د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان، د هاؤسنګ وفاقي وزير رياض حسين پيرزاده، د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي، د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ پشمول د وفاقي كابينه غړي احمد چيمه، علي پرويز ملك، هارون اختر خان، طارق فاطمي پشمول د اعليٰ چارواكو تعارف وكړو۔دې نه پس د ايران صدر وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خپلي كابيني غړو تعارف وكړو۔ ډاكټر مسعود پزشكيان د وزيراعظم هاؤس په لان كښې بوټے نال كړو۔په دې موقع د مسلمانانو پرمختګ او سوكالۍ له خصوصي دعا وكړې شوه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر به د پلاويو په كچه ملاقات كوي او د دواړو هېوادونو شريكو رابطو ته په وده وركولو او سيمه ايز صورتحال به د خيالاتو څرګندونه كوي۔











