اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان به وزير اعظم هاؤس ته ځي،وزيراعظم هاؤس ته په راتګ به وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر هركلے كوي۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې د ايران صدر ته به د پاكستان د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې د اړخه ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي۔دې نه پس به د وزير اعظم محمد …
د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان وزيراعظم هاؤس ته په راتګ به د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلي د اړخه ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان به وزير اعظم هاؤس ته ځي،وزيراعظم هاؤس ته په راتګ به وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر هركلے كوي۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې د ايران صدر ته به د پاكستان د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې د اړخه ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي۔دې نه پس به د وزير اعظم محمد شهباز شريف او ايران صدر ترمينځه دوه اړخيزه ملاقات كيږي او دواړه لارښود به د پلاويو په كچه ملاقات كښې د خپل خپل پلاوي مشري هم كوي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستي په شريك يادښتونو او لوظنامو به لاس ليك كيږي دې نه پس به دواړه لارښود شريك پرېس كنفرنس هم كوي۔











