د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان د رومانیا سفیر ډین سټونیسکو سره ولیدل ٬ دواړو د تجارت ، دفاع او انرجي په مرسته تفصيلي خبرې وکړې

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وئیلي، چې په پاکستان کښې د رومانیايي کمپنيو لپاره د سرمايه كارۍ ډېر ښې موقعي شته ۔ حکومت ټيرف او نان ټيرف خنډان ختمول غواړي ۔ جام کمال خان د رومانیا سفیر ډین سټونیسکو سره د ملاقات په مهال د دې خيالاتو څرګندونه كړي ۔ د تجارت وزارت له مخې په ملاقات كښې د پاکستان او …

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وئیلي، چې په پاکستان کښې د رومانیايي کمپنيو لپاره د سرمايه كارۍ ډېر ښې موقعي شته ۔ حکومت ټيرف او نان ټيرف خنډان ختمول غواړي ۔ جام کمال خان د رومانیا سفیر ډین سټونیسکو سره د ملاقات په مهال د دې خيالاتو څرګندونه كړي ۔ د تجارت وزارت له مخې په ملاقات كښې د پاکستان او رومانیا ترمنځه د تجارت ، دفاع او انرجي په مرسته خبري اتري وشوي۔د رومانیا سفیر وړاندیز وکړ چې پاکستان دې د خپلو برآمداتو لپاره د کانسټانټا بندر وکاروي۔ وفاقي وزیر ووئیل وفاقی وزیر چې تر کنسټانزا بندرګاہ رسنه او برآمدی لاجسټکس كښې تنوع مهم اقدام دے۔ ملاقات په مهال زرعی، غوښي ، داروګانو جوړولو ، سرجیکل او ګرین انرجی په څانګو كښې د مرستي زياتولو ته سلا شول۔سفیر ډین اسټونیسکو د رومانیه د اړخه پاکستان له شمسی او سيلۍ څخه د بجلۍ جوړولو ټیکنالوجی وركولو وړانديز وكړو او د پاکستانی صنعتی صلاحیتونو اعتراف کولو سره ئې صنعتی شراکت دارۍ كښې خوښي ولرله۔سفیر اسټونیسکو د پاکستان د آئی ټی پوهانو صلاحیتونو ستائنه وكړه۔ وفاقی وزیر هغه ته ووئيل پاکستان آئی ټی پوهان په نړيواله كچه معیاری خدمات وركوي۔ ملاقات كښې ټیکنالوجی سیکټر كښې شريكي مرستي لا زياتولو ته سلا شول۔ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوې په دې مهال شريكو اړيكو لا مستحکمولو ته سلا راغلي۔

مزید خبریں