د جماعت اسلامي او حکومت ترمېنځه د شوې لوظنامې له مخې به لانګ مارچ ختمولې شي۔ رانا ثناء ﷲ

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د جماعت اسلامي او وفاقي حكومت ترمېنځه پرېكړه وشوه چې جماعت اسلامي به خپل لانګ مارچ هم په لاهور كښې ختموي او حكومت به د لورې كچې كمېټې جوړوي چې پكښې به د وفاقي او صوبائي حكومت نه علاوه د صوبې ټول ګوندونه او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو نمائندګان شامل وي٬ كمېټي به د بلوچستان مسئلې رامخئ ته كوي او د دې …

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د جماعت اسلامي او وفاقي حكومت ترمېنځه پرېكړه وشوه چې جماعت اسلامي به خپل لانګ مارچ هم په لاهور كښې ختموي او حكومت به د لورې كچې كمېټې جوړوي چې پكښې به د وفاقي او صوبائي حكومت نه علاوه د صوبې ټول ګوندونه او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو نمائندګان شامل وي٬ كمېټي به د بلوچستان مسئلې رامخئ ته كوي او د دې د عمل وړ حل به وراندې كوي ٬ لياقت بلوچ وئيلي دي د مولانا هدايت الرحمٰن په مشرۍ كښې لانګ مارچ څخه دا پېغام تللے دے چې د بلوچستان اولس په وطن مئين او د رياست حفاظت كول غواړي۔ د جمعې په ورځ د جماعت اسلامي او د حکومت لخوا د جوړه كړې كمېټۍ غونډې نه وروستو ميډيا سره په خبرو كښې د بېن الصوبائي رابطو سلاحكار رانا ثناء ﷲ ووئيل د بلوچستان څخه د مولانا هدايت الرحمٰن په مشرۍ كښې جماعت اسلامي لاريون كړے څوك چې د بلوچستان اولس ستونزو ٬ مسئلو او د مطالبو غږ پورته كولو لپاره اسلام آباد راغلي ٬ مونږ د دوي هركلے كوٶ٬ زمونږ لپاره دوي د احترام وړ دي، ده ووئېل موجودہ حکومت، د پاکستان اولس او د پاكستان وزيراعظم دا غواړي چې د بلوچستان مسئلې حل شي۔ ده ووئيل حكومت ته جماعت اسلامي په ملاقات كښې اته مطالبې اېښودي دي په كومو چې خبرې وشوې، د دواړو ډلو ترمېنځه لوظنامه وشوه چې له مخې يې د حكومت لخوا يوه كمېټي جوړولو لپاره وزيراعظم سره خبرو له ورځوو٬ دهخ ووئېل په كمېټۍ كښې به د بلوچستان حكومت٬ د اپوزيشن ګوندونو، د موجوده پلاوي غړي، وفاقي حکومت او په بلوچستان كښې د امن صورتحال كنټرول لپاره د تعينات ادارو نمائندګان شامل وي او دا كمېټي به ھغه ټولې مسئلې او ستونزې رامخې ته كوي او د دې حل لپاره به د عمل وړ وړاندېزونه وركوي

مزید خبریں