اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي اپوزېشن د ذهني رنځورتيا ښكار شوے ٬تحريك انصاف سره پالېسي شته او نه وژن٬ بس تنقيد كوي ٬هېواد ډيفالټ كېدو ته رسوونكې نن د هېواد په ترقۍ ټكونه كوي٬ د 9 مئي حقائق د قام په وړاندې دې٬اپوزېشن سره هېڅ ځواب نشته۔د جمعې په ورځ د اپوزېشن په پرېس كنفرنس غبرګون كښې د اطلاعات …
اپوزېشن د ذهني رنځورتيا ښكار دے٬تحريك انصاف سره پالېسي او نه وژن شته ٬يوازې تنقيد كوي٬هېواد ډيفالټ كېدو ته رسوونكې نن د هېواد په ترقۍ ټكونه كوي۔عطاﺀ الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي اپوزېشن د ذهني رنځورتيا ښكار شوے ٬تحريك انصاف سره پالېسي شته او نه وژن٬ بس تنقيد كوي ٬هېواد ډيفالټ كېدو ته رسوونكې نن د هېواد په ترقۍ ټكونه كوي٬ د 9 مئي حقائق د قام په وړاندې دې٬اپوزېشن سره هېڅ ځواب نشته۔د جمعې په ورځ د اپوزېشن په پرېس كنفرنس غبرګون كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د تحريك انصاف اعلاميه خندنۍ او به دروغو اډانه ده د كومس چې حقيقت سره هېڅ تعلق نشته٬كله چې مونږ ته حكومت ترلاسه شو نو معيشت ديواليه كېدو ته نزدې ؤ او تحريك انصاف دعاګانې غوښتلې چې پاكستان ډيفالټ شي٬ هغوي آئي ايم ايف ته چيټۍ ليكلې خو نن معيشت مستحكم كيږي كوم چې هغوي ليدلے نه شي۔ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كرنټ اكاؤنټ سرپلس شوے ٬ د زرمبادله پنګو كښې زياتوالے راغلے ٬ګراني 38 فيصد څخه سنګل ډيجټ ته راغلې٬پالېسي ريټ 22 فيصد څخه تر 11 فيصد راغلے او سټاك ماركيټ كښې پرله پسې ښه والے راځي ٬ ده ووئېل دا ټول عوامل د هېواد په معيشت د سرمايه كارو د باور مظهر دے۔ده ووئيل اپوزېشن نه تحقيق كوي او نه كومه بيانيه وړاندې لري ۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف خاص هلو ځلو څخه په تنخاداره طبقو ټيكس كم كړے شوے ٬په تنخاګانو كښې اضافه شوی٬اولس دوست بجټ وړاندې كړے شوے ۔اپوزېشن ته په بجټ يا معاشي اشارو د تنقيد كوم جواز نه دې ترلاسه شوے ۔ وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئېل مصطفٰی نواز كهوكهر د رئيل اسټيټ مافيا برخه پاتې دے او اوس قام ته د اخلاقيات درس وركوي٬هغه دې د خپلو اثاثو په اړه قام خبر كړؤي ٬ټول پوهېږي چې هغوي خپل ذرائع آمدن څنګه زيات كړے ۔وفاقي وزير ووئيل اپوزېشن يوازې تنقيد كوي٬هغوي سره نه كومه معاشي پالېسي شته او نه كوم روډ ميپ٬هغوي چرته وائټ پېپر وړاندې كړے او نه يې په معيشت كومه خبره كړې٬ دوي د ذهني رنځورتيا ښكار دي او هېڅ دليل نه لري ۔ده ووئيل هر وارې كله چې پاكستان ته كوم مهم غېر ملكي پلاوې يا مشر راځي نو تحريك انصاف هغه دورې د سبوتاژ كولو هڅه كوي٬سبا د ايران صدر پاكستان ته راروان دے كوم چې د پاكستان خارجه پالېسۍ لپاره يو مهم سنګ ميل دے٬ټول قام د هغه د هر كلي په طمعه دے او اپوزېشن په دې موقع منفي بيانيه خپروي۔ده ووئيل تحريك انصاف په بېلو برخو او برخو ډلو تقسيم شوے ٬ د علي امين ګنډا پور اوسنے بيان هند د خپلې ګټې لپاره استعمالوي كوم چې افسوس ناك دے۔ده ووئيل معركه حق كښې پاكستان ته لويه بريا ترلاسه شوې٬ د آپرېشن بنيان مرصوص به كاميابي په ټول هېواد كښې جشن لمانځلے كېږي او اپوزېشن په داسې حالاتو كښې هم د دښمن بيانيې ته وده وركوي۔ده ووئيل د باني چيئرمين پي ټي آئي په دور كښې هېواد د تنهائۍ ښكار ؤ ٬ختيز او مغرب سره اړيكې خرابې وې ځكه چې هغوي د خارجه پالېسۍ اهميت او نزاكت باندې نه پوهېدل٬د هغوي په دور كښې هېواد ډيفالټ كېدو ته نزدې شوے ؤ او په ناقصو پاليسيو او رويو يې هېواد ته زيان رسولے۔ده ووئيل پاكستان به انشاﺀالله پرمختګ وكړي او اولس دښمن عناصر به ماتې سره مخ شي۔











