وفاقي وزير وجهيه قمر او د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني د سردار بهادر خان ويمن يونيورسټۍ دوره وكړه

كوئټه 01 اګست (اے پي پي)د تعليم او پيشه وراه تربيې وفاقي وزير مملكت وجهيه قمر٬د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد خان دراني او ډائرېكټر جنرل نيوټيك حسين بخش مګسي د سردار بهادر خان ويمن يونيورسټۍ دوره كړې۔وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر روبينه مشتاق د خاص مېلمنو ته هركلے اووئ۔د دورې په مهال يو مختصر تعارفي پريزنټيشن وړاندې كړے شو چې پكښې د يونيورسټۍ پخوانۍ كاميابۍ او راتلونكي ضروريات رامخې ته …

كوئټه 01 اګست (اے پي پي)د تعليم او پيشه وراه تربيې وفاقي وزير مملكت وجهيه قمر٬د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد خان دراني او ډائرېكټر جنرل نيوټيك حسين بخش مګسي د سردار بهادر خان ويمن يونيورسټۍ دوره كړې۔وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر روبينه مشتاق د خاص مېلمنو ته هركلے اووئ۔د دورې په مهال يو مختصر تعارفي پريزنټيشن وړاندې كړے شو چې پكښې د يونيورسټۍ پخوانۍ كاميابۍ او راتلونكي ضروريات رامخې ته كړے شول ۔په دې موقع وائس چانسلر٬رجسټرار٬ډينز او ډائرېكټرز هم موجود وو۔د دې نه پس د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني او وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر روبينه مشتاق د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجهيه قمر ته اعزازي شيلډ وركړو۔

مزید خبریں