اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي هيپاټائټس سي د صحت عامه نړيوالو چېلنجونو كښې يو دے٬وزيراعظم د هيپاټائټس سي خاتمې پروګرام له مخې موثر اقدامات باوري كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا وزارت٬د روغتيا نړيوالې ادارې او شراكتدارو مرستې څخه د هيپاټائټس سي خاتمې په اړه دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير ووئېل د پاكستان حكومت د هيپاټائټس …
حكومت د هيپاټائټس مخ نيوي لپاره عملي اقدامات كوي۔مصطفٰی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي هيپاټائټس سي د صحت عامه نړيوالو چېلنجونو كښې يو دے٬وزيراعظم د هيپاټائټس سي خاتمې پروګرام له مخې موثر اقدامات باوري كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا وزارت٬د روغتيا نړيوالې ادارې او شراكتدارو مرستې څخه د هيپاټائټس سي خاتمې په اړه دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير ووئېل د پاكستان حكومت د هيپاټائټس مخ نيوي لپاره عملي اقدامات باوري كوي٬ د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم قامي پروګرام پېل كړے شوے ۔مصطفٰی كمال ووئيل د دې مقصد تر 2030 د 165 ملين څخه زياتو خلقو سكريننګ كول او د ټولو مثبت كيسونو وړيا علاج كول دي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت خلق د رنځ څخه بچ كولو ته وړومبې پام لرنه كوي ٬دا يوازې يوه موقع نه بلكې يو عهد او مشن دے۔











