اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيی آفريدي سره سپريم كورټ برانچ رجسټري پېښور كښې د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرنكو وكيلانو ملاقات كړے۔په دې موقع چيف جسټس د نوي قانوني معاونت سكيم او عدالتي اصلاحات اعلان كړے۔په ملاقات كښې د پیښور هائي كورټ چيف جسټس٬د سپريم كورټ رجسترار او د پېښور هائي كورټ رجسټرار هم ګډون كولو ۔پلاوي كښې د خېبرپښتونخوا بار كونسل٬هائي كورټ بار اېسوسي …
چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيی آفريدي سره د خېبرپښتونخوا وكيلانو ملاقات٬ د چيف جسټس د قانوني معاونت د نوي سكيم او عدالتي اصلاحات اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيی آفريدي سره سپريم كورټ برانچ رجسټري پېښور كښې د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرنكو وكيلانو ملاقات كړے۔په دې موقع چيف جسټس د نوي قانوني معاونت سكيم او عدالتي اصلاحات اعلان كړے۔په ملاقات كښې د پیښور هائي كورټ چيف جسټس٬د سپريم كورټ رجسترار او د پېښور هائي كورټ رجسټرار هم ګډون كولو ۔پلاوي كښې د خېبرپښتونخوا بار كونسل٬هائي كورټ بار اېسوسي اېشن او د ټولې صوبې 35 ضلعو بار اېسوسي ايشنز استازي شامل وو۔د ملاقات په مهال چيف جستس آف پاكستان پلاوې عدالتي اصلاحات په اړه خبر كړو كوم چې لاﺀ اينډ جسټس كمېشن آف پاكستان(ايل جے سي پي)پليټ فارم كوي۔ده دا خبره رامخې ته كړه چې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل نمائندګان د كمېشن كاركنان جوړ كړے شوي دغسې چې قانوني پالېسۍ سازۍ كښې د هغوي شموليت باورې كړے شي ۔د سپريم كورټ اولسي اړيكو څانګې لخوا جمعې په ورځ جاري اعلاميې له مخې په دې موقع چيف جسټس يحيٰی آفريدي د نېشنل جوډيېشل پالېسۍ ميكنګ كمېټۍ(اين جے پي ايم سي)اوسني غونډه كښې د شوو مهمو پريكړو څخه هم پلاوې خبر كړو چې پكښې د بې دركه كسانو په مسئله د تشويش څرګندونه وشوه او او انسټيټوشل غبرګون لپاره پكښې يوه كميټۍ جوړول شامل دي۔چيف جسټس آف پاكستان هائي كورټس ته په ضلعې عدليه د بهرني فشار مخ نيوي لپاره د حفاظتي اقدامات هدايت كولو سره ووئېل مارل لیټیګیشن کوریډورز او ماډل فوجداري ټرائل کورټس دې جوړ كړے شي دغسې چې د مقدمو زر تر زره پريكړه ممكن وي۔ چيف جسټس يحيی آفريدي پسمانده ضلعو كښې د بنيادي عدالتي انفراسټركچر به كمي ٬په خاص توګه شمسي توان او ډيجيټل رسنې په نشتوالي د تشويش څرګندونه وكړه او سيمه ايز عدم مساوات كمولو لپاره په اهداف اډانه اقدامات په ضرورت يې زور راوړو۔په دې موقع چيف جسټس آف پاكستان يحيی آفريدي وكيلانو ته فيډرېشل جوډېشل اكېډمۍ كښې د په جاري کنټینیونګ لیګل ایجوکیشن (سی ایل ای) پروګرامز څخه د بشپړه استفادې كولو هم ترغيب وركولو سره هدايت وكړو چې د زياتې نه زياتې د زده كړې لپاره دا موقع وكارولې شي۔ده د پلاوي لخوا به پورته كړې مسئلې هم به غور سره واورېدلې او باور يې وركړو چې د هغوي جائز مسئلې به اړوندو ادارو سره په مشاورت سره حل كولې شي۔۔











