د پاكستان او چين ترمينځه سټريټجك اړيكې د شريك باور٬غېر متزلزل ملاتړ او د شريك عزم مثالونه دي ۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير

پینډي 01 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير وئېلي دي د پاكستان او چين ترمينځه سټريټجك اړيكې د شريك باور٬غېر متزلزل ملاتړ او د شريك عزم مثالونه دي ٬ پائيدار شراكت سيمه ايز استحكام ته د ودې وركولو او د شريكې سټريټجك ګټې تحفظ كښې مركزي كردار ادا كوي۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري بيان …

پینډي 01 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير وئېلي دي د پاكستان او چين ترمينځه سټريټجك اړيكې د شريك باور٬غېر متزلزل ملاتړ او د شريك عزم مثالونه دي ٬ پائيدار شراكت سيمه ايز استحكام ته د ودې وركولو او د شريكې سټريټجك ګټې تحفظ كښې مركزي كردار ادا كوي۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري بيان له مخې د چين پيپلز لبريشن آرمي(پي ايل اے)جوړولو 98مه سالګره جي ايچ كيو كښې ولمانځلې شوه۔پاكستان كښې د اولسي جمهوريه چين سفير جيانګ زائي ډونګ په دې موقع خاص مېلمه ؤ ۔په دستوره كښې ډيفنس اتاشي ميجر جنرل وانګ ژونګ٬ د چين سفارتخانې چارواكو او د پاكستان د درېو واړو وسله والو ځواكونو سينئر عسكري افسرانو ګډون كولو ۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير د چين مېلمنو تود هركلے وكړو او پي ايل اے ته په 98مه سالګره مباركي وركړه۔ده د چين دفاع٬سلامتيا او قامي تعمير كښې د پي ايل اے مركزي كردار ستائنه وكړه۔د پاك پوځ سرلښكر د پاكستان-چين اړيكو په قوي او سټريټجك اهميت زور راوړولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې منفرد٬سدابهار او سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو باوجود په غېر معمولي توګه مستحكمې دي۔فيلډ مارشل ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه سټريټجك اړيكې د شريك باور٬غېر متزلزل ملاتړ او شريك عزم مثالونه دي ۔ده زور راوړو چې د بدلو شوو سټريټجك حركيات باوجود د دواړو هېوادونو ملګرتيا مستحكم او او ناقابل شكست پاتې شوې۔د خپل خطاب په اختتام فيلډ مارشل سيد منير ووئېل پاكستانے پوځ او پي ايل اے لكه د وروڼو دي۔دا پائيدار شراكت سيمه ايز استحكام ته وده وركولو او د مشتركه سټريټجك مفادات تحفظ كښې مركزي كردار ادا كوي۔دستورې ته خطاب كښې د چين سفير د پي ايل اے 98مه سالګرې لمانځلو لپاره د دستورې په كوربتوب د پاك پوځ سرلښكر مخلصانه مننه وكړه۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو مستحكم كردار وستائېلو او د پاكستان سره د چين سټريټجك شراكت لپاره يې د غېر متزلزل ملاتړ او عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں