د وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال د فورتھ آپټیکل سیټلائټ په کامیاب لانچنګ قام ته مبارکبي

اسلام آباد۔31جولائی (اے پي پي ) د منصوبه بندۍ، ترقۍ او اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال د فورتھ آپټیکل ریموټ سینسنګ سیټلائټ په کامیاب لانچنګ ټول قام ته د زړه نه مبارکي وركولو سره وئېلي دي نن الحمدللہ، د پاکستان فورتھ آپټیکل سیټلائټ په چین كښې په کامیابۍ لانچ شو او په حفاظت سره خپل مدار ته رسېدلے دے ، دا کامیابي د پاکستان د خلائي پروګرام په تاریخ …

اسلام آباد۔31جولائی (اے پي پي ) د منصوبه بندۍ، ترقۍ او اصلاحات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال د فورتھ آپټیکل ریموټ سینسنګ سیټلائټ په کامیاب لانچنګ ټول قام ته د زړه نه مبارکي وركولو سره وئېلي دي نن الحمدللہ، د پاکستان فورتھ آپټیکل سیټلائټ په چین كښې په کامیابۍ لانچ شو او په حفاظت سره خپل مدار ته رسېدلے دے ، دا کامیابي د پاکستان د خلائي پروګرام په تاریخ كښې يو بل د میل كاڼے د ے۔ ده ووئېل مونږ وژن لرو چې پاکستان د اسپیس ټیکنالوجۍ په څانګه كښې د قائدانه کردار ادا کوونكو هېوادونو په صف كښې شامل کړو ، ان شاءاللہ، راروان كال به د پاکستان وړومبے خلاباز د چین په مرسته خلا ته ځي او په خلائي اسټیشن به قدم اېږدي، ده ووئېل زمونږ هدف دا دے چې تر 2035 پاکستان په سپوږۍ مشن په کامیابی سره مکمل کړي ۔وفاقي وزیر د سیټلائټ مشن په کامیاب تکمیل د سپارکو ډلې ، انجینئرز او سائنسمدارو ته هم په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كړې د چا په شپه ورځ محنت چې دا قامي مشن کامیاب شو ۔پروفیسر احسن اقبال د چین د دیرینه مرستې خاص مننه كولو سره ووئېل مونږ د خپل ورور چین د ځانګرې مرستې مننه كوو، څوك چې په هر ګام او هره څاڼګه كښې د پاکستان ترقیاتي سفر كښې زمونږ سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔

مزید خبریں