د صدر مملكت د ډيجيټل ځورونې كيس كښې د سټيټ لائف اسسټنټ منيجر ته د 10 لكه روپو هرجانې او د جبري ريټائرمنټ امر

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) په ډیجیټل پلېټ فارمز د ځورونې په ضد مهم ګام پورته كولو سره صدر مملكت د مېرمنو د كار په ځايونو كښې له ځورونې څخه د ساتلو قانون (2010) لاندې د ځورونې مخنيوي وفاقي محتسب (فوسپاہ) پرېكړه په ځاے ساتلې ده۔ دا كېس په سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن آف پاكستان كښې د يو اعلی عهدېدار په خلاف درج ؤ۔ د زيارت په ورځ د وفاقي محتسب …

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) په ډیجیټل پلېټ فارمز د ځورونې په ضد مهم ګام پورته كولو سره صدر مملكت د مېرمنو د كار په ځايونو كښې له ځورونې څخه د ساتلو قانون (2010) لاندې د ځورونې مخنيوي وفاقي محتسب (فوسپاہ) پرېكړه په ځاے ساتلې ده۔ دا كېس په سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن آف پاكستان كښې د يو اعلی عهدېدار په خلاف درج ؤ۔ د زيارت په ورځ د وفاقي محتسب سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې شكايت كونكې عروج واحد شكايت كړے ؤ چې د سټېټ لائف اسسټنټ جنرل منېجر كامران چنه ماته په واټس اېپ او نورو ډيجيټل ذريعو ناوړه او نامناسبه پېغامونه رالېږي په كومو كښې چې د جنسي نوعيت جملې هم شاملې وي۔ ۔كامران چنه د دې اعتراف وكرو خو د فوسپاہ دا پرېكړه ٬ په كومه كښې چی په هغه د 3 لكه روپو جرمانه لګولې شوې وه او د هغه نوكرۍ څخه د برخاست كولو حكم ؤ ٬ يۍ چېلنج كړو ۔ دغسې هغه صدر ته اپيل وكړو۔ صدر ته د وړاندې كېدو په مهال كامران چنه د عروج واحد بلكې د هغې مور څخه هم بخښنه وغوښتله۔ د دواړو فريقېنو بيان اورېدو نه ورستو صدر د ځورونې تورنونه سم وګرځول۔ صدر د كامران چنه د 29 كلن سپېځلي سروس خيال ساتلو سره د هغه د برطرف كولو سزا په جبري ريټائرمنټ بدله كړه۔ صدر مملكټ ځپلې مېرمنې سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره د جرمانې روپۍ 3 لكه څخه د 10 لكه كولو امر وكړو ولې چې عروج واحد د زياتې پرېشانۍ او ذهني فشار د لاسه نوكري پرېښودې وه۔ صدر مملكت دا هم امر وكړو چې عروج واحد ته دې د نوكرۍ كولو بيا موقع وركړې شي ولې چې د هغې استعفی رضاكارانه نه وه۔ د دې كېس پرېكړې د آن لائن بدسلوكۍ په ضد يو مهم مثال قائم كړو

مزید خبریں