اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د ریموټ سېنسنګ سېټلائټ په كامياب لانچنګ ټول قام ته مباركي وركولو سره وئيلي دي دا سېټلائټ د پاکستان او چین ترمينځه د پخوانۍ مرستې يو اعلی مثال دے٬ د دواړو هېوادونو همكاري د خلاﺀ پراخه برخو ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف سپاركو او ټول قام ته د پاكستان د عصري ريموټ سېنسګ …
وزيراعظم شهباز شريف د ريموټ سينسنګ سيټلائټ په كامياب لانچنګ قام ته مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د ریموټ سېنسنګ سېټلائټ په كامياب لانچنګ ټول قام ته مباركي وركولو سره وئيلي دي دا سېټلائټ د پاکستان او چین ترمينځه د پخوانۍ مرستې يو اعلی مثال دے٬ د دواړو هېوادونو همكاري د خلاﺀ پراخه برخو ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف سپاركو او ټول قام ته د پاكستان د عصري ريموټ سېنسګ سېټلائټ په كامياب لانچنګ د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل دا كاميابي د پاكستان او چين ترمينځه د همكارۍ نوې بامونه څرګندوي كوم چې پولو څخه وړاندې تر خلا رسېدلې ده۔ دا زمونږ د شريك سوچ عكاسي كوي چې خلائي ټېكنالوجي دې د انسانيت ښېګړې لپاره وكارولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا سېټلائټ به سي پېك لپاره ګټور ګرځېدو سره سره د كركيلې ٬ شهري منصوبه بندۍ ٬ د طبعي آفتونو مخنيوي ٬ د ټرانسپورټ نېټ ورك نقشه جوړولو او په بېلو برخو كښې ډېټا جمع كولو له هم كارېدے شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په ځانګړې مرسته او د پاكستان خلائي پروګرام ته په وده وركولو د چينائي همكارانو د زړه له كومي مننه كوو











