د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر نياز احمد اختر ملاقات

اسلام آباد31جولائی(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر نياز احمد اختر د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د قائداعظم پوهنتون په چارو تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل قائداعظم پوهنتون يو سټيټ آف دي آرټ اداره ده٬په ميرټ داخلې او بهرتۍ د دې شعار دے٬انشاﺀ الله دا به نوره هم قوي اداره …

اسلام آباد31جولائی(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره د قائداعظم پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر نياز احمد اختر د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د قائداعظم پوهنتون په چارو تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل قائداعظم پوهنتون يو سټيټ آف دي آرټ اداره ده٬په ميرټ داخلې او بهرتۍ د دې شعار دے٬انشاﺀ الله دا به نوره هم قوي اداره جوړه كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل په پوهنتون كښې به نور ډيپارټمنټس هم جوړولې شي او زده كوونكو ته به ورمخې ته شوې مسئلې زر تر زره حل كړې شي او په دې اړه پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر ډېر ښه كار كوي۔وائس چانسلر ډاكټر نياز احمد اختر په خبرو كښې ووئېل د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن له مخې تعليمي ميدان كښې به ښه والي لپاره هڅې روانې ساتلې شي۔

مزید خبریں