اسلام آباد31جولائی(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك خبردارے وركړے چې د موسمياتي بدلونونو په ضد كه سمدستي او درست اقدامات ونه شول نو نړۍ يو داسې نكتې ته رسېدلې شي چرته څخه چې راستنيدل ممكن نه وي٬د موسمياتي بدلونونو په ضد هلې ځلې په اصل كښې د انصاف معامله ده۔جاري شوي بيان له مخې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي …
د موسمياتي بدلونونو خلاف سمدستي او درست اقدامات ضروري دي ۔ډاكټر مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد31جولائی(اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك خبردارے وركړے چې د موسمياتي بدلونونو په ضد كه سمدستي او درست اقدامات ونه شول نو نړۍ يو داسې نكتې ته رسېدلې شي چرته څخه چې راستنيدل ممكن نه وي٬د موسمياتي بدلونونو په ضد هلې ځلې په اصل كښې د انصاف معامله ده۔جاري شوي بيان له مخې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د ايتهوپين سفارتخانې لخوا اسلام آباد كښې راجوړ د شجركارۍ كمپائن كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو ۔دا كمپائن” تجديد د شجركارۍ د لارې”عنوان له مخې راجوړ كړے شوے چې مشري يې د ايتهوپيا خاص استازي او سفير جمال بيكر عبدالله وكړه ۔د دې پروګرام له مخې به پاكستان كښې بوټي نالولې شي كومو كښې به چې ايتهوپيا د 700 ملين بوټو په نالولو هدف كښې مرسته كوي چې مقصد يې د ماحولياتي نظام بحالي او د كاربن اخراج كښې كمے كول دي ۔سفير جمال بيكر عبدالله غونډه د ايتهوپيا معروف”ګرين لیګیسی انیشی ایټو‘‘ څخه خبر كړه كوم چې د ماحولياتي توازن بحالۍ ٬ د كاربن اخراج كښې كمي او د پائيدار پرمختګ ودې لپاره پېل كړے شوے ۔ده په دې موقع ووئيل چ پاكستان به موسمياتي بدلون په ضد خپلو هلو ځلو كښې يوازې نه وي او ده وفاقي وزير ته ايتهوپيا كښې سږ كال ستمبر كښې راجوړ افريقه كلائميټ سمټ كښې د ګډون بلنه هم وركړ ه ۔ډاكټر مصدق ملك ووئيل چ موسمياتي بدلون په ضد هلې ځلې دراصل د انصاف معامله ده۔ده ښكاره كړه چې خرابي نه يوازې فطرت نه بلكې انسانيت سره هم ناانصافي ده۔ده خبردارے وركړو كه چرې سمدستي او درست اقدامات ونه كړے شول نو نړۍ يو داسې نكتې ته رسېدلې شي د چرته نه چې راستنيدل ممكن نه وي۔











