كوئټه31جولائی(اے پی پی)د خزانې او ريونيو لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سليم مانډوي والا او د تجارت قائمه كمېټۍ چيئرپرسن انوشه رحمان وئېلي دي امريكې سره په نوې تجارتي لوظ نامه كښې په ټيرف خبرې اترې روانې دي٬امريكا د پاكستان وړومبۍ ورځې څخه ټريډ پارټنر دے٬پاكستان ايران ګاز پائپ لائن په منصوبه كښې خنډ په ايران لګولې شوے نړيوال اقتصادي بندېز دے٬د سينيټ شريكه كمېټي د بلوچستان سوداګرو ايران …
د امريكې سره تجارتي لوظ نامه نه بلكې په نوې ټيرف خبرې روانې دي۔ د سليم مانډوي والا او انوشه رحمان كوئټه كښې خبري كنفرنس ته وينا

مزید خبریں
كوئټه31جولائی(اے پی پی)د خزانې او ريونيو لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سليم مانډوي والا او د تجارت قائمه كمېټۍ چيئرپرسن انوشه رحمان وئېلي دي امريكې سره په نوې تجارتي لوظ نامه كښې په ټيرف خبرې اترې روانې دي٬امريكا د پاكستان وړومبۍ ورځې څخه ټريډ پارټنر دے٬پاكستان ايران ګاز پائپ لائن په منصوبه كښې خنډ په ايران لګولې شوے نړيوال اقتصادي بندېز دے٬د سينيټ شريكه كمېټي د بلوچستان سوداګرو ايران او افغانستان سره تجارتي مسئلو حل لپاره كوئټې ته راغلې ده ٬د كوئټې چيمبر آف كامرس ټول تجاويز د حل وړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ د سينيټر جان محمد بليدي٬سينيټر بلال مندوخيل٬سينيټر منظور خان او تجارت وزارت چارواكو سره د كوئټه چيمبر آف كامرس كښې شريك پرېس كنفرنس ته خطاب كولو په مهال كړی۔د خزانې او ريونيو لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سليم مانډوي والا ووئېل پاكستان ايران ګاز پائپ لائن پروژه كښې خنډ په ايران لګولے شوے نړيوال اقتصادي بندېز دے٬د ايران صدر مسعود پزشکیان لوې تجارتي پلاوي سره پاكستان ته راځي٬بلوچستان كښې د محرومۍ تاثر خاتمې لپاره هڅې كوو۔سليم مانډوي والا ووئيل كه چرې مونږ په شريكه توګه د بلوچستان اولس د ګيلو ازاله ونه كړو نو دا به د فيډرېشن ناكامي وي٬د بلوچستان ستونزې د هېواد لپاره مهمې دي٬ د مسئلو په حل كښې د بلوچستان وزيراعلٰی په بشپړه توګه خوښي اخلي او د بلوچستان سينيټرز سره په رابطه كښې دے۔په دې موقع د تجارت لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن انوشه رحمان ووئېل كوئټې ته د راتللو مقصد ايران٬افغانستان او روس سره د سرحدي تجارت په لار كښې رامخې ته خنډان په ګوته كول او د سوداګرو مسئلې حل كول دي٬د كوئټې چيمبر آف كامس ټول تجاويز د حل وړ دي٬ دې ووئېل د بلوچستان په خلقو كښې د محرومۍ احساس نه دې پكار٬د سينيټ كمېټۍ سفارشات د سوداګرو او تجارت آسانيو لپاره دي۔انوشه رحمان ووئيل د سينيټ كمېټۍ هدايت كړے چې ايران سره بارډر ټريډ فهرست باندې دې نظرثاني وكړې شي او ايران سره د سرحدي تجارت دې بيا د سره جاج واخستلے شي٬د تجارت وزارت چارواكو جديد ټېكنالوجي كارول باوري كولو له ځايې ژبو كښې سوډاګرو لپاره ايپ جوړ كړے ٬دې ووئېل مونږ بلوچستان كښې د تجارت وزارت سيكرټري ته ايل پي جي ټرمينل او د كولډ سټوريج جوړولو لپاره هدايت وركړې دي ٬ هيله ده چې راتلونكې كال چې د سينيټ قائمه كمېتۍ غړي كوئټه ته راشي نو دلته د سوداګرو مسئلې به ختمې وي۔











