اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی)پاکستان د خلائي تحقيق او د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې يو مهم پړاؤ ترسره كولو سره نن د چين ژچانګ سېټلائېټ لانچ سېنټر (اېکس اېس اېل سي ) څخه خپل ريموټ سېنسنګ سېټلائيټ په كاميابۍ سره خلا ته لېږلے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا سېټلائېټ به د اعلی معيار عكسونه 24 ساعته وړاندې كوي چې ورسره به د پاکستان …
پاكستان ريموټ سينسنګ سيټلائيټ كاميابۍ سره خلا ته وليږلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی)پاکستان د خلائي تحقيق او د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې يو مهم پړاؤ ترسره كولو سره نن د چين ژچانګ سېټلائېټ لانچ سېنټر (اېکس اېس اېل سي ) څخه خپل ريموټ سېنسنګ سېټلائيټ په كاميابۍ سره خلا ته لېږلے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا سېټلائېټ به د اعلی معيار عكسونه 24 ساعته وړاندې كوي چې ورسره به د پاکستان د شهري منصوبه بندۍ ٬ بنيادي اډانې پرمختګ ٬ د آفتونو انتظام او تخفيف ٬ د كركيلې نګرانۍ ٬ فوډ سېكورټي ٬ ماحولياتي تحفظ ٬ د ځنګلونو د وهلو نګراني ٬ د موسمياتي بدلون تجزيې او د آبي وسائلو د انتظام صلاحيتونه لا ښه شي۔ د پاكستان قامي خلائي ايجنسۍ سپاركو د چائنا الېكټرانكس ټېكنالوجي ګروپ كارپورېشن (سي سي ټي سي) او مائيكروسېټ چائنا په مرسته دا سېټلائيټ خلا ته لېږلے دے۔ دا سېټلائیټ د يو بشپړ ارتھ آبزروېشن سسټم بنياد دے كوم به چې په ګرد هېواد كښې د ژوند معيار ښه كولو له مرسته وكړي۔ نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سپارکو پاکستان او د سي اېس ټي سي و مائیکرو سېټ چائنا انجینئرانو ، سائنسمدارو او د تکنیکی ډلو د جذبې او ځانګړې مرستې ستائنه كړې ده چا چې په دې مشن كښې د بشپړ عزم څرګندونه وكړه











