د پاك امريكا تجارتي لوظنامې مقصد تجارت ته وده وركول ٬ سرمايه كاري راغب كول او تجارتي همكاري زياتول دي : د خزانې وزارت

اسلام آباد۔31 جولائی(اے پی پی) د پاك امريكا تجارتي لوظنامې مقصد دوه اړخيزه تجارت ته وده وركول ٬ سرمايه كاري راغب كول او تجارتي همكاري زياتول دي۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا خبره د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د امریکې د كامرس سېکرټری ( د تجارت وزير) هاورډ لوټنک او امريكائي تجارتي استازي ( یو اېس ټی آر) جېمېسن ګرېر سره ملاقات كښې …

اسلام آباد۔31 جولائی(اے پی پی) د پاك امريكا تجارتي لوظنامې مقصد دوه اړخيزه تجارت ته وده وركول ٬ سرمايه كاري راغب كول او تجارتي همكاري زياتول دي۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا خبره د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د امریکې د كامرس سېکرټری ( د تجارت وزير) هاورډ لوټنک او امريكائي تجارتي استازي ( یو اېس ټی آر) جېمېسن ګرېر سره ملاقات كښې وكړه۔ له دې ملاقات څخه وروستو د پاكستان او امريكا ترمينځه د تجارتي لوظنامې ترسره كېدو اعلان امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په سوشل ميډيا خپل پوسټ كښې وكړو۔ د خزانې وزارت له مخې په ملاقات كښې د كامرس سېكرټري جواد پال او په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ هم موجود ؤ۔ د دې لوظنامې په نتيجه كښی به په امريكا كښې په پاكستانو مصنوعاتو لګېدونكي ټېرف كښې كمے رامخې ته شي۔ دې سره به دواړو ته د يو بل منډيانو ته رسېدو له آسانۍ ترلاسه شي۔ دغسې دا تجارتي لوظنامه د دواړو هېوادونو د مشرتابه لخوا د دوه اړخيزه اړيكو له مضبوطولو او د تجارت او سرمايه كارۍ تړون لا پياوتيا لپاره د هڅو عملي كولو عزم په ډاګه كوي

مزید خبریں