اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د زيارت په ورځ د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ (اي ډي بي) د مركزي دفتر دوره كړې۔ په دې موقع د بورډ اي سي او خدا بخش د هارون اختر خان هركلے وكړو او هغه يې د ادارې د بېلا بېلو څانګو او سهولتونو نه خبر كړو۔ د دورې په مهال خاص مرستيال …
د هارون اختر خان د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ د مركزي دفتر دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د زيارت په ورځ د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ (اي ډي بي) د مركزي دفتر دوره كړې۔ په دې موقع د بورډ اي سي او خدا بخش د هارون اختر خان هركلے وكړو او هغه يې د ادارې د بېلا بېلو څانګو او سهولتونو نه خبر كړو۔ د دورې په مهال خاص مرستيال د بورډ د ودانۍ٬انفراسټرکچر، ايمرجنسي ايګزټس او د حفاظتي آلات تفصيلي معائنه وكړه۔ ده امر وكړو چې د ادارې ټول نظام بايد جديد تقاضو سره سم٬ په بشپړه توګه آن لائن او ډيجيټل كړے شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم وژن يو سېپځلې، په مېرټ اډانه او موثره نظام جوړول دي، مونږ له انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ د نړيوال معيار اداره جوړول دي كومه چې د انجينئرنګ په څانګه او برامدات كښې كليدي كردار ولوبوي











