كوئټه31جولائی(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجهيه قمر وئېلي دي د بلوچستان يوتھ د پاكستان د پرمختګ خوب له تعبير وركولې شي٬د وزيراعظم شهباز شريف پشمول ټولو سټيك هولډرز د بلوچستان مسئلې حل لپاره سنجيده دي او په دې اړه دانش سكولز منصوبه ښكاره ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د "كاروباري ميرمنو لپاره پائيدار ماحول" په عنوان سيمينار ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔په …
د بلوچستان يوتھ د پاكستان د پرمختګ خوب له تعبير وركولې شي۔د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجهيه قمر

مزید خبریں
كوئټه31جولائی(اے پی پی)د تعليم او پيشه وره تربيې وزير مملكت وجهيه قمر وئېلي دي د بلوچستان يوتھ د پاكستان د پرمختګ خوب له تعبير وركولې شي٬د وزيراعظم شهباز شريف پشمول ټولو سټيك هولډرز د بلوچستان مسئلې حل لپاره سنجيده دي او په دې اړه دانش سكولز منصوبه ښكاره ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د “كاروباري ميرمنو لپاره پائيدار ماحول” په عنوان سيمينار ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔په دې موقع د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه٬د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كيپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي٬د بلوچستان اسمبلۍ سپيكره غزاله ګوله او نور مشران هم موجود وو۔د تعليم او پيشه وره تربيې وزيرمملكت وجهيه قمر ووئېل ډېرې داسې مسئلې شته چې د كومو حل لپاره چې زياتو هلو ځلو ته ضرورت نه وي٬كاروبار سره تړلې ماشومان او ميرمنې چې په سترګو كښې د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره كومې هيلې لري هغه به مونږ تر سره كوو ٬دلته به ماشومان ثابتوي چې دلته څخه د بلوچستان بدلون پيل كيږي ٬ دهر مكتبه فكر سره تعلق لرونكې د ميرمنو تعليم او نورو موقعو وركولو لپاره مرستې ته چمتو دي۔دې ووئيل پالېسۍ جوړېږي خو په دې عملدرآمد لپاره ټولو له په ګډه د كار كولو ضرورت دے٬سكولونو كښې د فوډ پروګرام پېل د بلوچستان څخه شوے دے كوم چې خوشبينه دے ٬يو خاص پروجيكټ د كوم له مخې چې د بلوچستان ځوانانو ته دا موقع وركړې كيږي چې دې پروژې څخه په نړيواله كچه سكالرشپس٬پروګرامز او نورو كښې په برخه اخستلو د هېواد او قام نامه روښانه كړي ٬په ټول پاكستان كښې 17 زره مدارس رجسټرډ شوي او بلوچستان كښې 590 مدارس رجسټرېشن شوې دې٬ دې ووئېل د مدارس زده كوونكو ته ديني تعليم سره سره د عصري علومو وركولو لپاره هم كار كيږي۔











