اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) صدرمملکت آصف علي زرداري د پاكستان او ګھانا ترمينځه د ملګرتيا اړيكو دوه اړخيزه ګټې لپاره د مستحكمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو تجارتي او معاشي تړون ته به لا وده وركول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت د زيارت په ورځ ګھانا لپاره د پاكستان نومولي شوي …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د ګھانا لپاره نومولي شوي سفير نجيب دراني ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) صدرمملکت آصف علي زرداري د پاكستان او ګھانا ترمينځه د ملګرتيا اړيكو دوه اړخيزه ګټې لپاره د مستحكمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو تجارتي او معاشي تړون ته به لا وده وركول وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت د زيارت په ورځ ګھانا لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير نجيب دراني سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان او ګھانا ترمينځه د ملګرتيا اړيكې به دوه اړخيزه ګټې لپاره لا مستحكمول او دې ته وده وركول وي۔ ده ووئيل پاكستان كاروباري موقعو لپاره په زړه پورې چاپېريال وړاندې كوي۔ صدر مملكت نومولي سفير ته هدايت وكړو چې هغه د ګھانا كمپنيو ته په پاكستان كښې په ګډو منصوبو كښې سرمايه كارۍ لپاره ترغيب وركړي۔ ده ووئيل د پاكستان او ګھانا ترمينځه تجارتي اړيكې بايد لا مستحكمې شي۔ صدر مملكت ووئيل د ګھانا د سفارتكارو او انجينئرانو په پاكستان كښې تربيه خوشبينه ده۔ آصف علي زرداري سفير نجيب دراني ته د نوو ذمه وارو په سنبھالولو مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه











