اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) پبلك پروكيورمنټ رېګولېټري اتهارټۍ (پېپرا) سركاري پرچېزنګ قوانين٬ ډيجيټل پروکيورمنټ نظام او د ادارہ جاتي اصلاحات عمل ګړندي سره د وزيراعظم اصلاحاتي اېجنډا بشپړولو هڅې لا موثره كړې دي٬ دا خبره د پېپرا مينجنګ ډائريکټر حسنات احمد قرېشي د ورلډ بېنك پلاوي سره بريفنګ په مهال كړې٬ د پلاوي مشري مېنځني ختيز٬ شاملي افريقه ٬ افغانستان او پاكستان لپاره ريجنل پروکيورمنټ مېنيجر ماجد …
پيپرا د سركاري پرچېزنګ قوانين٬ ډيجيټل پروکيورمنټ نظام او د ادارہ جاتي اصلاحات عمل ګړندي كولو سره د وزيراعظم اصلاحاتي اېجنډا بشپړولو هڅې لا موثره كړې دي٬ د پېپرا اېم ډي د ورلډ بېنك پلاوي ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) پبلك پروكيورمنټ رېګولېټري اتهارټۍ (پېپرا) سركاري پرچېزنګ قوانين٬ ډيجيټل پروکيورمنټ نظام او د ادارہ جاتي اصلاحات عمل ګړندي سره د وزيراعظم اصلاحاتي اېجنډا بشپړولو هڅې لا موثره كړې دي٬ دا خبره د پېپرا مينجنګ ډائريکټر حسنات احمد قرېشي د ورلډ بېنك پلاوي سره بريفنګ په مهال كړې٬ د پلاوي مشري مېنځني ختيز٬ شاملي افريقه ٬ افغانستان او پاكستان لپاره ريجنل پروکيورمنټ مېنيجر ماجد ال بياع كوله٬ د پېپرا اېم ډي ووئيل وزيراعظم او د وفاقي کابينې د امر له مخې ادارې خپل ريګوليټري فريم ورك كښې ځانګړې اصلاحات كړي٬ اتهارټۍ نه يوازې د پيپرا آرډيننس 2002 كښې بدلون ته حتمي شكل وركړے دے بلكې د سركاري ادارو، سپلائرز، ځائي او د غېر ملكي قانوني پوهانو په مشاورت يې د پبلک پروکيورمنټ رولز 2025 مسودہ هم جوړه كړې ده۔ ده ووئيل په نوو قواعدو كښې د ګيلو لرې كولو لپاره يو آزاد او موثره مېكانزم٬ د پرچېزنګ عمل كښې سپېځلتيا لپاره د تھرډ پارټۍ شموليت، په سرکاري ادارو كښې د پرچېزنګ او سېلنګ افسرانو واضح كردار٬ بلېك لسټنګ او د شخړو تصفيې لپاره د متبادل نظام په څېر اقدامات شوي دي۔ حسنات قرېشي ووېيل اتھارټي په اداره كښې نوې پوهان او سپيشلسټ بھرتي كړي دغسې چې د پيپرا مينديټ ته پراختيا وركولو سره ادارہ جاتي اصلاحات باوري كړے شي۔ د دې نه علاوه د تربيې او د كار استعداد زياتولو لپاره پېپرا د تېر يو كال په مهال د تربيې 46 سېشنز كښې 1600 نه زياتو سركاري اهلكارو او پروفيشنلز ته د اي پيډز او پرچېنګ قوانين په اړه تربيه وركړې ده۔ ده ووئيل اتهارټي د نړيوال پارټنز په څېر نړيوال بېنك، اېشين ډوېلپمنټ بېنك او يو اېن ډي پي سره په ګډه پوهانو لپاره د تربيې ماډيولز، آن لائن لرننګ پليټ فارم او ايکريډټيشن نظام جوړوي، د نړيوال بېنك پلاوي د پېپرا د اصلاحاتي هلو ځلو ستائنه وشوه او پاليسي معاملات، د ډيجيټل نظام نفاذ او د كار استعداد لپاره په جاري هلو ځلو كښې يې د مرستې باوري وركړو











