د توان وفاقی وزیر اوېس خان لغاری سره د ډائریکټر آل چائنه فیډریشن آف انډسټری اینډ کامرس په مشرۍ كښې د چین پلاوي ملاقات

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری سره د آل چائنه فیډریشن آف انډسټری اینډ کامرس (اے سی ایف آئی سی) ډائریکټر یی جیانګ په مشرۍ كښې راغلي د چین کاروباری پلاوي د توان وزارت كښې ملاقات کړے ۔ملاقات كښې په پاكستان كښې سرمایه کارۍ، د چین صنعتونه پاکستان ته په منتقل كولو ، د ټیکنالوجی ټرانسفر او توان په څانګه …

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری سره د آل چائنه فیډریشن آف انډسټری اینډ کامرس (اے سی ایف آئی سی) ډائریکټر یی جیانګ په مشرۍ كښې راغلي د چین کاروباری پلاوي د توان وزارت كښې ملاقات کړے ۔ملاقات كښې په پاكستان كښې سرمایه کارۍ، د چین صنعتونه پاکستان ته په منتقل كولو ، د ټیکنالوجی ټرانسفر او توان په څانګه كښې په ممکنه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په ورځ د توان وزارت (پاور ډویژن) د اړخه جاري بیان له مخې د چين پلاوي وفاقی وزیر ته ووئيل د چین نجی کاروباري ورورولۍ نمائنده تنظیم اے سی ایف آئی سی اوس 155 شراکت دارو هېوادونو كښې کاروباری موقعو لټولو او شراکت دارۍ جوړولو لپاره هلي ځلي كوي۔پلاوي ووئيل پاکستان كښې د چین صنعتونو منتقل كولو ، ځائې کاروباری طبقې سره رابطو او ټیکنالوجی منتقل كولو په شان مهمو اقداماتو لپاره عملی منصوبو سره راغلي يو۔پلاوي د توان سره تړون لرونكي صنعتونو كښې خاص خوښي څرګنده كړه چې پكښې الیکټرك ګاړي، چارجنګ سټیشنز، سولر مصنوعات او لیتھیم سټوریج شامل دي۔ مټیاری لائن منصوبه د يو کامیاب ماډل په توګه ستائېلو سره پلاوي ووئيل پاکستان كښې سرمایه کارۍ سره نه يواځې ځائي بلکه د سيمي ضروریات هم پوره كيدے شي۔ په دې موقع وفاقی وزیر سردار اوېس لغاری د پلاوي هركلې كولو سره ووئيل حکومت صنعتي مرستي او د ټیکنالوجی تبادلې لپاره هر ممكن سهولت وركولو له چمتو دے۔ د ملاقات په آخر كښې دواړه ډلې دې خبري ته سلاح شوي چې په تجویز کړو منصوبو به لا مشاورت كولې شي او داسې ماډلز ته به پام لرنه كولې شي كوم چې تل پاتي ، په مالي توګه مستحکم او د شراکت دارۍ په اصولو اډانه وي۔

مزید خبریں