د وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچي د آر سي سي آئي هيلتھ ايکسپو دوره

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچي د پاك چين فرېنډ شپ سنټر اسلام آباد كښې د راوپېنډي چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آر سي سي آئي) تر سيوري لاندې د ميډ هيلتھ ايکسپو او سمټ دوره كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير د مختلف سټالز معائنه وكړه او د فارماسيوټيکل او ميډيکل څانګې په اړه د مصنوعات يې …

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان کھچي د پاك چين فرېنډ شپ سنټر اسلام آباد كښې د راوپېنډي چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آر سي سي آئي) تر سيوري لاندې د ميډ هيلتھ ايکسپو او سمټ دوره كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير د مختلف سټالز معائنه وكړه او د فارماسيوټيکل او ميډيکل څانګې په اړه د مصنوعات يې ستائنه وكړه ۔ ده د آر سي سي آئي د تجارتي هلو ځلو او په خاص توګه د صحت او د فارما د سيکټر وده كښې مهم كردار وستائېلو۔ د دې نه وړاندې د آر سي سي آئي صدر عثمان شوکت، سينئر نائب صدر خالد فاروق قاضي، نائب صدر فهد برلاس او ايګزيکټو غړو وفاقي وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير آر سي سي آئي ته په كامياب نندارتون كولو مباركي هم وركړه

مزید خبریں