اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) پاکستان د هند د لارښودو لوك سبھا كښې تش په نوم د 'آپریشن سندور' په بابله بحث كښې شوي بے بنسټه ادعاګانې او راپارونكو بيانانونه په سختۍ سره رد كړي، دغه بيانونه حقائق مسخ کوونكي ، د جارحیت جواز ګرځوونكې او ذاتي مقاصدو لپاره د شخړو ستائېلو د خطرناك روش عکاسي کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند د هند پارلیمان كښې …
پاکستان د هند د لارښودو لوك سبھا كښې د ‘آپریشن سندور’ بحث په مهال بے بنسټه ادعاګانې او راپارونكې بيانانونه په سختۍ سره رد كوي۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) پاکستان د هند د لارښودو لوك سبھا كښې تش په نوم د ‘آپریشن سندور’ په بابله بحث كښې شوي بے بنسټه ادعاګانې او راپارونكو بيانانونه په سختۍ سره رد كړي، دغه بيانونه حقائق مسخ کوونكي ، د جارحیت جواز ګرځوونكې او ذاتي مقاصدو لپاره د شخړو ستائېلو د خطرناك روش عکاسي کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند د هند پارلیمان كښې په آپریشن سندور د بحث په اړه د ميډيا د پوښتنو په غبرګون كښې كړي۔ وياند ووئيل پاكستان د هند د لارښودو د اړخه لوك سبھا كښې تش په ‘آپریشن سندور’ بحث كښې بے بنسټه ادعاګاني او راپارونكي بیانونه سختۍ سره رد كوي، دغه بيانونه حقائق مسخ کوونكي ، جارحیت له جواز ګرځونكې او ذاتي مقاصدو لپاره د شخړو ستائئلو خطرناك روش عکاسي کوي۔ وياند ووئيل نړۍ ته معلومه ده چې هند د پهلګام بريد په اړه د تصدیق وړ كوم ثبوت يا معتبر تحقیقات نه غير په پاکستان بريد كړے ؤ ،په 6 او 7 مئی 2025 هند تش په نوامه د ترهه ګرو ژالي په نخښه كولو په نتيجه كښې په حقیقت كښې بے ګناه وګړي شهيدان كړل ، هند په خپل كوم هم سټرټیجك مقصد كښې كامياب شوے نه دے۔ بل پلو د پاکستان د اړخه د هند جنګي الوتكي او پوځي اهداف په نخښه كولو مقصد ترلاسه كړے ،د هند واكمن دې خپل اولس ګمراه كولو په ځاے د خپلو وسله والو ځواكونو زيان او جنګ بندي ممکن كولو كښې د دريم فریق فعاله کردار اومني،هند د پهلګام بريد بې پرې او آزاده پلټنو لپاره د پاکستان وزیراعظم د سمدستي وړاندېز موقعې څخه ګټه نه ده پورته كړې بلكه هغوي د جارحیت او تشدد لاره خپله كړې ،هغوي پخپله خپل ځان جج، وکیل او منصف جوړ كړے ،په دې پس منظر كښې تش په نوم ‘آپریشن مهادیو’ په اړه كومه هم ادعا زمونږ لپاره څه اهمیت نه لري،د هند داخله وزير بیان په دروغو اډانه دے چې له امله ئې د هغه د ساكھ په اړه پوښتني كيږي۔وياند ووئيل مونږ د هند د اړخه دوه اړخيزه اړيكو كښې ‘نیو نارمل’ جوړولو په اړه پرله پسې بیانونه هم په واضحه ډول مسترد کوو،لكه څنګه چې مونږ مئی 2025 كښې د خپلو پريكړې وړ کارروائیو د لارې ثابت کړې،مونږ د كوم هم جارحیت به په سختۍ سره مقابله كوو، د هند د پاكستان د اړخه ‘جوهری بلیك میلنګ’ تش په نوم ادعا يوه ګمراه كونكې او خود غرض بیانیه ده، كومه چې د خپل جارحیت پټولو او تور په پاكستان د لګولو هڅه ده،دا يو ښكاره حقیقت دے چې پاکستان د روایتی صلاحیتونو د لارې د هند لاره نيولې ٬ كومې څخه چې دا څرګنديږي چې نظم و ضبط او تحمل زمونږ رهنما اصول دي۔وياند ووئيل مونږ د هند لارښودو سره د سندھ طاس لوظنامي په اړه په غلطو بیانونو هم خپله ناراضګی په ریکارډ راوستل غواړو۔د هند د لوظنامي د معطل کولو پريكړه د نړيوالو لوظنامو د روح په ضد ده او سيمه كښې د مرستي يوې بنيادي ستن ته د زيان رسولو مترادف ده، په يو اړخيزه او غير قانونی اقدام د فخر کولو په ځاے بايد هند په سمدستي توګه د خپلي برخي ذمه وارۍ پوره كړي۔وياند ووئيل د هند دروغ ، جنونی پن سره سوئيلي اسياﺀ غیر مستحکم کولو لپاره خطر زيات شوے دغسې د يو ذمه واره هېواد په حيث پاکستان امن، سيمه ايز استحکام او د شخړو هوارولو پشمول د جموں و کشمیر بنیادی شخړې حل كولو له خبرو اترو له لوظي دے۔











