اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د صنعت و پیداوار وزارت كښې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې د روسيه حکومت استازي ډینس نازاروف، د صنعت و پیداوار سیکرټري ، د صحت وزارت او ډرګ ریګولیټري اتھارټي آف پاکستان (ډریپ) اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د روسيه څخه د انسولین په درآمد، په …
د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې غونډه،روسيه سره د فارماسیوټیکل مرستهې د پیش رفت د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د صنعت و پیداوار وزارت كښې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه چې پكښې د روسيه حکومت استازي ډینس نازاروف، د صنعت و پیداوار سیکرټري ، د صحت وزارت او ډرګ ریګولیټري اتھارټي آف پاکستان (ډریپ) اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د روسيه څخه د انسولین په درآمد، په ځائې كچه شريك پیداوار او د مجوزه پالیسۍ په بورډ پروټوکولز تفصیلی غور وشو۔د غونډي په مهال ووئيل شول ډریپ د روسيه کمپنۍ زاوود میډوسنټیز سره د انسولین درآمد لپاره د لاهور کمپنۍ جینیټکس فارماسیوټیکلز ته رجسټریشن جاری کړے دے۔هارون اختر خان په دې موقع ووئيل پاکستان او روس ترمينځه فارماسیوټیکل جوائنټ وینچر د دوه اړخيزه معاشي اړيكو قوي كولو پلو يو مهم پیش رفت دے۔ پاکستان كښې د انسولین په لويه توګه استعمال تر مخه روسيه څخه درآمد کیدونكي انسولین د پاکستان رنځورانو لپاره ګټه ور ثابتيدے شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې وزیراعظم شهباز شریف وژن له مخې پاکستان كښې د انسولین په ځائې توګه د جوړولو منصوبه تندۍ سره مخ په وړاندې روانه ده او ډير زر به ځائې مینوفیکچررز او د روسيه کمپنو ترمينځه شريك پروټوکول وړاندې كړے شي۔هارون اختر خان ټولو اړوندو سټیك هولډرز ته سپارښتنه وكړه چې د کابینې په راروانه غونډه كښې وړاندې كولو څخه وړاندې يو جامع تجویز وركړي دغسې چې دې منصوبې ته زر تر زره عملی شكل وركړے شي۔











