وزیراعظم شهباز شریف سره د ورلډ اکنامك فورم عهدیدارې سعدیه زاهدي ملاقات، هغې د پاکستان مثبت معاشي رفتار،د اصلاحات هڅې وستائېلي

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ورلډ اکنامك فورم (ډبلیو ای ایف ) منیجنګ بورډ منیجنګ ډائریکټرې او غړي سعدیه زاهدي د شورو په ورځ ملاقات کړے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال وزیراعظم د ورلډ اکنامك فورم سره د پاکستان قوي او د پخوانۍ شراکت دارۍ پخلے وكړو او د سوئټزرلینډ ښار …

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ورلډ اکنامك فورم (ډبلیو ای ایف ) منیجنګ بورډ منیجنګ ډائریکټرې او غړي سعدیه زاهدي د شورو په ورځ ملاقات کړے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال وزیراعظم د ورلډ اکنامك فورم سره د پاکستان قوي او د پخوانۍ شراکت دارۍ پخلے وكړو او د سوئټزرلینډ ښار ډیووس كښې شوو كلنه غونډو د لارې ئې د ډبلیو ای ایف د پاکستان سره پرله پسې رابطې وستائېلي۔وزیراعظم شهباز شریف سعدیه زاهدي په پاکستان كښې په تيرو كلونو كښې د ښې معاشي بحالۍ په اړه خبر كړه۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف په خاص توګه اقتصادی پرمختګ ، صنفی شمولیت، پیشه وره تربیه او ډیجیټائزیشن په څانګو كښې د ډبلیو ای ایف سره خپلې مرستې ته لا ودي وركولو كښې د پاکستان د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ منیجنګ ډائریکټرې هم په دې خبره كښې خوښي څرګنده كړه۔ سعدیه زاهدي د خپلي دورې په مهال په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه۔هغې د پاکستان مثبت معاشي رفتار او وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د موجوده حکومت د اړخه شوي اصلاحات ئې هم وستائېل۔د ملاقات په آخر دواړو فرېثېنو د كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د پاکستان او ورلډ اکنامك فورم ترمينځھ شراکت داري قوي كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں