اسلام آباد 30جولائی(اے پی پی)د ځوانانو جمهوري طرز واكمنۍ كښې شموليت قوي كولو لپاره يو مهم پېشرفت په توګه وزيراعظم يوته پروكرام او پاكستان انسټي ټيوټ آف لیجسلیټو ډویلپمنټ اینډ ټرانسپیرنسی (پلډاټ) ترمينځه يو ليټر آف انټینټ(ايل او آئي)لاس ليك شوے دے۔ دا لوظ نامه په وزيراعظم آفس كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې غونډه كښې د دواړو ادارو استازو په موجودګۍ كښې …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام او پلډاټ ترمينځه تاريخي لوظ نامه لاس ليك شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 30جولائی(اے پی پی)د ځوانانو جمهوري طرز واكمنۍ كښې شموليت قوي كولو لپاره يو مهم پېشرفت په توګه وزيراعظم يوته پروكرام او پاكستان انسټي ټيوټ آف لیجسلیټو ډویلپمنټ اینډ ټرانسپیرنسی (پلډاټ) ترمينځه يو ليټر آف انټینټ(ايل او آئي)لاس ليك شوے دے۔ دا لوظ نامه په وزيراعظم آفس كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې غونډه كښې د دواړو ادارو استازو په موجودګۍ كښې ترسره شوه ٬لوظ نامه په ځوانانو كښې شعور او فعاله شهريت ته ودې وركولو لپاره يو شريك فريم ورك جوړوي۔د دې شراكتدارۍ مقصد د ځوانانو جمهوري عمل كښې شموليت زياتول او د نوې كول د قيادت صلاحيت ته وده وركول وي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې مرستې له مخې به د وزيراعظم يوتھ پروګرام او پلډاټ ځينې شريك اقدامات كوي چې پكښې د پاكستان يوتھ پارليمنټ او د ډيمو كريسي ټاكس پشان د وګړو د شموليت پروګرامونو ډيزائن او نفاذ شامل دے ۔د دې نه علاوه د ټول هېواد ځوانانو لپاره تربيتي وركشاپ او ليډر شپ ډوېلپمنټ پروګرام پېل كولې شي۔د دې همكارۍ له مخې به د وګړو تعليم او جمهوري اصولو په اړه تحقيقي رپورټس٬پالېسي بريفز او تعليمي مواد هم جوړولې شي۔د دې نه علاوه دواړو ادارو جمهوري اقدار او د ځوانانو شموليت لپاره سيمينارز او كنفرنس به كولې شي٬په خاص توګه ډيجيټل او سوشل ميډيا كمپائنز ته به هم پام كولې شي دغسې چې ځوانانو ته پراخه رسنه ترلاسه شي۔د دې مرستې يو مهم اړخ د پاكستان وړومبې نېشنل ايډولسنټ اينډ يوتھ پالېسۍ لپاره ډيټا رايوځاې كول او د دې تجزيه كولو كښې آسانۍ وركول هم دي۔رانا مشهود احمد خان په دې موقع ووئېل دا شراكتداري د وزيراعظم يوتھ پروګرام چار ايز فريم ورك(تعليم٬شموليت٬روزګار او ماحوليات)له مخې د پاكستان ځوانان خپلواكه كولو مشن يوه مهمه برخه ده۔











