اسلام آباد 30جولائی(اے پي پي )د وزيراعظم يوتھ پروكرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي علي امين ګنډا پور د سياسي مقاصد لپاره غېر ذمه واره خبرې او د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ په اړه ډېرې متنازعه خبرې كړې دي ٬د دې له امله د پي ټي آئي پرله پسې ناكامي او د ګوند ليډر شپ كښې فاروډ بلاك جوړېږي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام …
د تحريك انصاف عزت ورځ په ورځ كميږي٬اولسي سروے علي امين ګنډا پور د يو ناكامه وزيراعلٰی په توګه وړاندې كوي۔رانا مشهود احمد

مزید خبریں
اسلام آباد 30جولائی(اے پي پي )د وزيراعظم يوتھ پروكرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئېلي دي علي امين ګنډا پور د سياسي مقاصد لپاره غېر ذمه واره خبرې او د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ په اړه ډېرې متنازعه خبرې كړې دي ٬د دې له امله د پي ټي آئي پرله پسې ناكامي او د ګوند ليډر شپ كښې فاروډ بلاك جوړېږي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د جولائي په 29مه نيټه يو كنفرنس كښې په خبرو د غبرګون څرګندونه كولو سره ووئېل هغه غېر ذمه واره خبرې كړي او د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ په اړه يې ډېرې متنازعه خبرې كړې دي ۔ده ووئيل د علي امين ګنډا پور د دې خبرو اترو پس منظر دا دے چې د تېرې څه مودې څخه د تحريك انصاف رويه او د عمران خان په سوشل ميډيا ايكس پوسټونو كښې پرله پسې مايوسۍ٬ د پوځ په ضد ډنډورې او د كركې څرګندونه پېل كړې ده ۔د دې بنيادي سبب ورځ په ورځ په تحريك انصاف د اعتبار كمېدل دي ځكه چې ماته د 5 اګست كمپائن هم څه نه ښكاري او نه د ګوند دننه څه هلې ځلې كيږي











