اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي د ټيلي ميډيسن منصوبه د وخت مهم ضرورت ګرځېدلے دے، جديد ټيکنالوجۍ څخه په استفاده كولو به ډاکټرز او داروګان د رنځورانو تر چوكاټ رسوٶ۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د ټېلي ميډيسن منصوبې پېشرفت په اړه د لوړې كچې غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې د صحت جوائنټ سيکرټري او …
د ټيلي ميډيسن منصوبه د وخت مهم ضرورت ګرځېدلے ۔ سيد مصطفي کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي د ټيلي ميډيسن منصوبه د وخت مهم ضرورت ګرځېدلے دے، جديد ټيکنالوجۍ څخه په استفاده كولو به ډاکټرز او داروګان د رنځورانو تر چوكاټ رسوٶ۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د ټېلي ميډيسن منصوبې پېشرفت په اړه د لوړې كچې غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې د صحت جوائنټ سيکرټري او ډائريکټر جنرل ډويلپمنټ پشمول سپيشل کنسلټنټ ټيلي ميډيسن ګډون وكړو ۔ ده ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې کراچۍ او اسلام آباد كښې پائلټ پروګرام پېل كوٶ، ده ووئيل 70 فيصده خلق د بنيادي مركزونو په ځاے لويو روغتونونو ته ځي چې په سبب ئې هلته د رنځوانو فشار زياتېږي٬ ده ووئيل دې نظام سره به نه يوازې په روغتونونو فشار كم شي بلكې وګړو ته به په چوكاټ دننه طبي آسانۍ ترلاسه شي۔ مصطفي کمال ووئيل دا منصوبه پرائمري هيلتھ کيئر سسټم مستحکم كولو لپاره يو مهم ګام دے۔ په غونډه كښې د ټېلي مېډيسن منصوبې د پېشرفت جاج او په رامخې ته چېلنجز بريفنګ هم وركړے شو











