اسلام آباد 29 جولائی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د اسلامي جمهوریه ایران په ضد د اسرائیلی جارحیت سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دا غیر قانوني او جواز نه لرونكے اقدام د ایران د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا خلاف ورزي ده، عسکری بريدونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون د بنیادي اصولو ښكاره خلاف ورزی ده۔ده خبردارے وركړو چې دا ډول …
د قامي اسمبلۍ سپیکر د ایران په ضد د اسرائیلی جارحیت غندنه، عسکری بريد د ملګرو ملتونو منشور او د نړيوال قانون د بنیادی اصولو ښكاره خلاف ورزی ده۔سردار ایاز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د اسلامي جمهوریه ایران په ضد د اسرائیلی جارحیت سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دا غیر قانوني او جواز نه لرونكے اقدام د ایران د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا خلاف ورزي ده، عسکری بريدونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون د بنیادي اصولو ښكاره خلاف ورزی ده۔ده خبردارے وركړو چې دا ډول اشتعال انګیز اقدامات نه يواځې سيمه ايز تاؤ ترېښوالے زياتوي بلكه نړيوال امن لپاره هم خطر لري ۔د نهې په ورځ ده 6م نړيوال سپیکرز کنفرنس په موقع د اسلامی جمهوریه ایران په كوربتوب كښې د اعلیٰ پائې غونډې د كومې سرخط چې ’’نړيوال امن او سلامتیا باوري كولو له د ملګرو ملتونو منشور او د نړيوال قانون تحفظ‘‘ ؤ كښې د ګډون په مهال وكړه كومه كښې چې د ټولي نړۍ څخه ریاستي مشرانو، سفارتکارو او پارلماني غړو ګډون كولو ۔د قامي اسمبلۍ سپیکر د ملګرو ملتونو په منشور كښې درج اصول او مقاصدو سره د پاکستان د غیر متزلزل عزم پخلے وكړو۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ملګرو ملتونو منشور نړيوال امن، سلامتیا، خپلواكۍ او د قانون حکمرانۍ بنیاد دے۔ده يادكېرنه وكړه چې د پاکستان قیادت او پارلیمنټ د دې جارحيت غندنه د باقاعدہ بیانونو او قراردادونو د لارې كړې او يو ځل بيا د ایران د خپلواكۍ او د ملګرو ملتونو منشور ترمخه د دې د دفاع حق بشپړه مرسته كوو۔د قامي اسمبلۍ سپیکر د ایران او درېو اروپائي هېوادونو (برتانیې، فرانس،المان) ترمينځه د خبرو اتور د بحالۍ هركلے وكړو او د ايران جوهري مسئلې سفارتي او تعمیري انداز كښې د امناكه حل راوېستلو لپاره يې د پاکستان د مرستې څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مينځني ختيز او لويديزه اسياﺀ كښې امن د پرمختګ ، سوكالۍ او استحکام بنیاد دے











