اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په بېلا بېلو څانګو كښې د پاك چين شريكه مرسته لا پراخه كېږي ٬ پاكستان د چين ماډل څخه استفادې لپاره هيله مند او هڅې كوي ۔ دا خبره وفاقي وزير احسن اقبال د چين په پنځه ورځنۍ دوره د روانېدو نه وړاندې خپل بيان كښې كرې۔ ده ووئيل سي پېك د …
په بېلا بېلو څانګو كښې د پاك چين شريكه مرسته لا پراخه كېږي۔ احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په بېلا بېلو څانګو كښې د پاك چين شريكه مرسته لا پراخه كېږي ٬ پاكستان د چين ماډل څخه استفادې لپاره هيله مند او هڅې كوي ۔ دا خبره وفاقي وزير احسن اقبال د چين په پنځه ورځنۍ دوره د روانېدو نه وړاندې خپل بيان كښې كرې۔ ده ووئيل سي پېك د پاك چين دوستۍ عملي څرګندونه ده او پاكستان په دوېم پړاٶ كښې صنعتي زونز جوړولو٬ زرعي ترقۍ او هائي ټېك مرستې ته د ودې وركولو عزم لري٬ د وفاقي وزير دا دوره به د پاك چين شراكتداري لا قوي كولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي٬ په خاص توګه په داسې وخت كښې كله چې دواړه هېوادونه په منطقه كښې د پرمختګ او خوشحالۍ مشتركه مقاصدو پلو روان دي











