اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پاكستان حكومت وژن يو داسې معيشت او پبلك سروس ډهانچه جوړول دي كومه چې نه يوازې تل پاتې او سپېځلې وي بلكې د نړيوال معيار سره سمه هم وي ۔ د نهې په ورځ دا خبرې خزانې په وزارت كښې د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري او د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني په پاکستان كښې د بېلا …
د پاكستان حكومت وژن يو داسې معيشت او پبلك سروس ډهانچه جوړول دي كومه چې نه يوازې تل پاتې او سپېځلې وي بلكې د نړيوال معيار سره سمه هم وي۔ د اېس احمد خان لغاري او اظهر كياني د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او هائي كمشنرز ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پاكستان حكومت وژن يو داسې معيشت او پبلك سروس ډهانچه جوړول دي كومه چې نه يوازې تل پاتې او سپېځلې وي بلكې د نړيوال معيار سره سمه هم وي ۔ د نهې په ورځ دا خبرې خزانې په وزارت كښې د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري او د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني په پاکستان كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او هائي كمشنرز ته خپلې وېنا كښې كړې٬ د كومو هېوادونو سفيران او هائي كمشنرز چې موجود وو په هغوي كښې امريكا٬ برتانيه، اروپائي ائتلاف، اټاليه٬ المان، كاناډا، آسټراليا، سوئټزرلينډ، جاپان، نيدرلينډز او سعودي عرب شامل وو ٬ د لوړې كچې ستراتېژكي بريفنګ كښې د پاكستان په دې وروستيو كښې د معاشي كاميابو٬ د ټېكس اصلاحات په اېجنډا او د توان په څانګه كښې په مهم پېشرفت رڼا واچولې شوه۔ په دې موقع وزير مملکت بلال اظهر کياني د معيشت په ډيټا اډانه تجزيه وړاندې كولو سره ووئيل د مالي كال 25-2024 په مهال په جي ډي پي كښې 2.7 فيصد اضافه شوې، د مالي نظم و ضبط په عكاسۍ كولو 3.1 فيصد پرائمري سرپلس ترلاسه كړے شوے كوم چې په تېرو 20 كالو كښې لوړه كچه ده او افراط زر كمېدو سره 4.5 فيصد ته راغلے كومه چې د 9 كالو ټيټه كچه ده۔ د توان په وزارت كښې د اصلاحات ذكر كولو سره وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل د معيشت ودې لپاره ارزان او د باور وړ توان ضروري دے٬ د توان زيات شوي طلب له مخئ د حکومت په كاركردګۍ كښې بهتري٬ په ګورننس كښې اصلاح او د ټېرف بيا د سره تشكيل په څېر اقدامات شوي دي دغسې چې صنعتي مطابقت وده وكړې شي۔ ده اعتراف وكړو چې په تېرو كلونو كښې يو شمېر مختلف ساختي چېلنجز رامخې ته شوي چې پكښې د بجلۍ زياته بيعه او د بيعې په نظام كښې كمزورې شاملې دي كومې چې عام صارفينو او صنعتونو لپاره بار ګرځېدلي ٬ د دغې چېلنجز مخنيوي لپاره حكومت په ټېرف كښې اصلاحات٬ مالياتي ذمه وارۍ او د آپرېشن بهترۍ جامع پروګرام پېل كړے چې له مخې ئې په مالي كال 2025 كښې ګرځېنده پور مستحكم شوے۔ په دې موقع دواړو وزيراونو د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان د يو تل پاتي٬ سپېځلي او نړيوال معيار سره سم معيشت او پبلك سروس سسټم تشکيل لپاره عزم لري۔ سفارتي نمائندګانو د حکومت ښكاره او د تفصيلي بريفنګ هركلے وكړو او د جاري اصلاحات ستائنه كولو سره يې په دې د تل پاتې او اثر لرٶنكي باور څرګندونه وكړه











