د پي اے سي غونډه٬ د صنعت او پېداوار سيکرټري د چينو په اړه بريفنګ وركړو٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت د آډټ اعتراضات جاج اوغستلے شو

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ (پي اے سي) غونډه د نهې په ورځ د چيئرمېن جنېد اکبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت د آډټ اعتراضونو جاج واخستلے شو او د صنعت او پېداوار سيکرټري كمېټۍ ته د چينو په حواله بريفنګ وركولو …

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ (پي اے سي) غونډه د نهې په ورځ د چيئرمېن جنېد اکبر خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت د آډټ اعتراضونو جاج واخستلے شو او د صنعت او پېداوار سيکرټري كمېټۍ ته د چينو په حواله بريفنګ وركولو سره ووئيل د چينو د چارو زيات تعلق صوبو سره دے٬ په مركز كښې شوګر اېډوائزري بورډ وي٬ په دې فورم كښې ټولې ادارې شاملې وي٬ په هېواد كښې د چينو د صورتحال جاج اخستو سره د درآمد يا برآمد پرېكړه كېږي٬ چيني تر ډېرې مودې ذخيره كېدې نشي ٬ د ګني د كرشنګ سيزن د 15 جون نه تر 15 مارچ وي٬ د كابينې واضحه پرېكړه وه چې كه د چينو بيعه په هېواد كښې د 143 روپو نه زياته شي نو ايکسپورټ به بند كړې شي٬ مونږ هيله لرله چې د كر زياتېدو سره به فصل زيات شي خو موسمياتي بدلون په سبب نه يوازې په پاكستان كښې بلكې په منطقه كښې د چينۍ پېداوار كم شوے دے ٬ مونږ زيات سټاك لرو كوم چې به تر نومبره اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د وزارت چارواكو ووئيل اوس زمونږ لوظنامه شوې ده تر نومبر به په هېواد كښې د چينو بيعه 171 ته رسي٬ د پي اے سي چيئرمېن ووئيل دا مهال د چينو بيعه د 200 روپو نه زياته ده اوپه ماركيټ كښې چيني نشته ۔ جنيد اکبر خان ووئيل شوګر ملونه ګټه كوي او زمونږ ادارې هر وخت د دوي مفادات لټوي۔ رياض فتيانه ووئيل د ايکسپوټ نه وړاندې او وروستو د چينو بيعه څه وه٬ دا كتل ضروري دي٬ د چينو د بيعې تعين شوګر ملز كارټېل كوي۔ غړو ووئيل مونږ له په هر صورت كښې د اولس د مفادات تحفظ پكار دے۔ د اطلاعات وزارت د آډټ اعتراضات جاج اغستو سره آډيټر جنرل ووئيل كومه پېسه چې كوم مد لپاره طلب كېږي هم په ھغې خرڅ كېدې شي۔ شاهده اختر علي ووئيل د هر ميډيا كمپائن حدود و قيود پكار دي۔ د اطلاعات سيکرټري ووئيل پيمرا ته د لائسنس فيس په مد كښې د 7 ټي وي چينلز ادائيګي نه ده شوې كومو ته چې نوټسز جاري كړے شوي دي٬ كمېټۍ امر وكړو چې د پيمرا ريکورۍ دې باوري كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل مونږ سره 3500 كېبل ټي وي نېټ ورك رجسټرډ دي٬ شازيه مري ووئيل د پيمرا د مانيټرنګ موثر نظام رائج كول پكار دے٬ د پيمرا لخوا ووئيل شول د کونسل آف کمپلينټ يو اتومېتك فورم دے٬ د ھغه ځاے نه چې كومې ګيلې ريفر كېږي په ھغې مونږ كاروائۍ كوٶ

مزید خبریں