نيويارك 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د فلسطين مسئله سوله ايز او د دوه رياستي حل په حواله د نهې په ورځ په نيويارك كښې د لوړې كچې په كنفرنس كښې ګډون كړے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري اعلاميه له مخې کنفرنس د سعودي عرب او فرانس په مشترکه مشرۍ كښې كېږي٬ د چيئرمېنز د مشرۍ او د 8 وركنګ …
غزه د “نړيوال قانون او د بشري اصولو اديره” ګرځېدلې۔ د نائب اسحاق ډار د فلسطين په مسئله نړيوال كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
نيويارك 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د فلسطين مسئله سوله ايز او د دوه رياستي حل په حواله د نهې په ورځ په نيويارك كښې د لوړې كچې په كنفرنس كښې ګډون كړے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري اعلاميه له مخې کنفرنس د سعودي عرب او فرانس په مشترکه مشرۍ كښې كېږي٬ د چيئرمېنز د مشرۍ او د 8 وركنګ ګروپس د کردار او د هلو ځلو ستائنه كولو سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير د کنفرنس د مقصد وړ نتيجو ترلاسه كولو لپاره د پاکستان د فعاله ګډون او عزم پخلے وكړو۔ ده په غزه كښې د اسرائيل د جاري جارحيت سخته غندنه كولو سره دا د “نړيوال قانون او د بشري اصولو اديره” وګرځوله۔ ده ووئيل د 85 زره نه زيات فلسطينيان چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي، د هغوي قتل د نړيوال قانون٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د انصاف د نړيوال عدالت (آئي سي جے) د اقدامات نه ښكاره سرغړونه ده٬ د نړيوال اقدام په ضرورت زور راوړلو سره ده په سمدستي توګه٬ په غېر مشروط مستقل جنګ بندۍ٬ د تعطل نه غېر د بشري مرستې په رسنه٬ د ملګرو ملتونو ادارې د يو اېن آر ډبليو اے په ملاتړ٬ د جنګي جرمونو ځواب وركولو او دوه رياستي حل لپاره د يو مستند سياسي عمل د بحالۍ مطالبه وكړه۔ ده فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو د مكمل ركنيت او په نړيواله توګه د هغوي په شناخت هم زور راوړٶ۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې كنفرنس دې د عمل وړ لوظونو سره د دوه رياستي حل مركزي اهميت بيا رامخې ته كړي او د اسرائيل غزه څخه د ويستلو مطالبې سره سره دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قرارداد 2735 او د او آئي سي-عرب پلان له مخې د غزه د بيا رغونې ملاتړ وكړي ۔ ده زياته كړه چې كنفرنس له همداسې جبري نقل مكاني ٬ آبادياتي لاس وهنه٬ آبادكاري او الحاق هم مسترد كول پكار دي۔ د فرانس لخوا د فلسطين رياست تسليمولو د پرېكړې هركلي كولو سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير نورو هېوادونو ته هم د دې د پېروې كولو ترغيب وركړو۔ ده د او آئي سي-عرب پلان او د هر ډول نړيوال تحفظ مېكانزم لپاره تکنيکي مرسته، صلاحيت سازي او ملاتړ كولو لپاره د پاکستان د چمتوالي څرګندونه هم وكړه۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار زور راوړو چې د فلسطين مسئله يو اخلاقي ضرورت او نړيوالې ورورولۍ لپاره يوه ازمېښت دے دے۔ ده ووئيل بايد قبضه ختمه شي او هم اوس ختمېدل پكار دي٬ اوس وخت راغلے چې فلسطين ته د آزادۍ، خپلواكۍ او د دوه رياستي حېثيت ترلاسه شي











