اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيتر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ(د جولائي په 28مه نيټه)په ملګرو ملتونو كښې مصرف ورځ تيروي۔هغه به د ملګرو ملتونو اعلٰی كچ نړيوال كنفرنس پرانستې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د كنفرنس عنوان "فلسطين مسئلې پرامن حل او دوه رياستي حل نفاذ"دے چې كوربتوب به يې سعودي عرب او فرانس كوي۔د خارجه دفتر له مخې د سعودي …
نائب وزيراعظم او او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به د متحده عرب امارات اعلٰی كچ نړيوال كنفرنس پرانستې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيتر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ(د جولائي په 28مه نيټه)په ملګرو ملتونو كښې مصرف ورځ تيروي۔هغه به د ملګرو ملتونو اعلٰی كچ نړيوال كنفرنس پرانستې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔د كنفرنس عنوان “فلسطين مسئلې پرامن حل او دوه رياستي حل نفاذ”دے چې كوربتوب به يې سعودي عرب او فرانس كوي۔د خارجه دفتر له مخې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود او د فرانس وزير جين نول بيروټ به د كنفرنس شريكه مشري كوي۔د يادونې وړ ده كنفرنس به د جولائي 28مې نيټې څخه تر 30 جولائي روان وي۔سينيټر محمد اسحاق ډار به د كنفرنس عمومي غونډه كښې د پاكستان بيان وړاندې كوي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير به د نړيوال فلسطين كنفرنس په مهال سائيډ لائنز كښې ګڼ شمېر دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي چې پكښې د مصر٬كويت٬بنګله دېش خارجه چارو صلاحكار او د اردن نائب وزيراعظم او خارجه وزير سره ملاقات شامل دے۔دغسې نائب وزيراعظم به د فلسطين وزيراعظم محمد مصطفٰی سره هم ملاقات كوي۔د دې نه علاوه وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به پاكستان مشن كښې امريكا كښې مېشته د پاكستانو خبريالانو يو پرېس بريفنګ ته هم وينا كوي۔











