اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ قوي٬ بااصوله او جرات لرونكے لارښود دے چا چې نه يوازې د تركيه رغونه او پرمختګ كښې ځانګړے كردار لوبولے بلكې د اسلامي نړۍ حقونو لپاره يې غږ پورته كړے، د هغوي په قيادت كښې د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا …
د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ قوي٬ با اصول او جرات لرونكے لارښود دے، رجب طيب اردوان په هر فورم د فلسطينيانو او د اسلامي نړۍ حقونو لپاره غږ پورته كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د ډاکټر فرقان حميد د کتاب مخ كتنې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ قوي٬ بااصوله او جرات لرونكے لارښود دے چا چې نه يوازې د تركيه رغونه او پرمختګ كښې ځانګړے كردار لوبولے بلكې د اسلامي نړۍ حقونو لپاره يې غږ پورته كړے، د هغوي په قيادت كښې د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شوي دي ٬ د غزه او فلسطين د مسلمانانو غږ په هر فورم پورته كولو رجب طيب اردوان ته سلام كوٶ۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د قامي ژبې د ودې په اداره كښې د نوموړي محقق٬ سينئر خبريال او د ترکيه راډيو اينډ ټيلي ويژن( ټي آر ټي) د اردو سروس مشر ډاکټر فرقان حميد د کتاب “رجب طيب اردوان ٬ د عالم اسلام ټائيګر” د مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې ۔

په دستوره كښې د ترکيه، آذربائيجان، ترکمانستان، قازقستان، ازبکستان او روانډا سفيرانو او ډاکټر فرقان حميد، خبريالانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصيات ګډون وكړو ۔ وفاقي وزير ووئيل د رجب طيب اردوان په قيادت او خدمات د ليكلي شوي كتاب د مخ كتنې دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ صدر اردوان خپل د اولسي قيادت، بصيرت او فلاحي وژن د تركيه نه بلكې د اسلامي نړۍ قائد ګرځولے٬ هغه جسټس اينډ ډويلپمنټ پارټي په يو سياسي ګوند بدله كړې كومه چې اولس سره تعلق لري او جرړې ئې د ټولنې تر بنيادونو خپرې شوې دي۔

ده ووئيل د استنبول ميئر په توګه د صدر ايردوان دور”زرين دور” بللے كېږي دغه په دور كښې د اعليٰ انتظامي صلاحيتونو او موثره حکمرانۍ مثال جوړ كړے۔ ده ووئيل استنبول تهذيبي او تاريخي ښار دے چرته چې ختيز او لوېديز ملاٶېږي۔ ده ووئيل صدر ايردوان د پاکستان عظيم دوست دے، د هغوي په دور كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته په عملي توګه پراخه شوې٬ شهباز شريف چې كله د پنجاب وزيراعليٰ ٶ نو نو په ھغه دور كښې د تركيه په مرسته كښې لاهور ميټرو بس او ويسټ مينجمنټ پشمول يو شمېر منصوبې بشپړې شوې دي كومې چې د دې دوستۍ عملي مثالونه دي۔ ده ووئيل تحريك خلافت هم د دې دوستۍ د پېل نقطه ده٬ د 1974 نه وړاندې د نيمې وچې مسلمانان د تركيه وروڼو سره تړلي وو ٬ دا يوه داسي دوستي وه چې د پولو نه ماورا وه۔ د اطلاعات وزير ووئيل تركيه تل د پاكستان د موقف په ډاګه ملاتړ كړے دے٬ د پاك و هند د اوسني تاٶ تريخوالي په مهال چې د تركيه اولس د پاكستان اولس سره د كومې مينې او يووالي څرګندونه كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل چې قدرتي آفتونه وي٬ نړيوال چېلنجز يا سياسي بحران٬ په هر سخت وكت كښې تركيه پاكستان سره تر څنګ ولاړ دے۔

ده ووئيل صدر ايردوان په پاکستان كښې مينه او عزت لري او دا كتاب د صدر ايردوان بصيرت لرونكې قيادت، فلاحي وژن او اسلامي نړۍ لپاره د هغه كردار ته پېرزوئنه ده٬ د دواړو هېوادونو اولسونه د زړه څخه په خپلولۍ تړلې دي او دا تعلق د وخت سره لا مضبوطېږي۔ ده زياته كړه چې صدر ايردوان نه يوازې د پاكستان قيادت بلكې د اولس سره هم خپل روحاني تعلق جوړ كړے ۔ د اطلاعات وزير ووئيل د رجب طيب اردوان په وېناګانو كښې د علامه اقبال د شاعرۍ حواله وركول په اصل كښې پاكستان سره د ھغوي د زيات عقيدت ثبوت دے۔ د دې نه وړاندې د كتاب مصنف ډاکټر فرقان حميد هم وېنا وكړه او د كتاب په اړه ئې ګډون كوٶنكو ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔











