د جمهوري نظام تسلسل د پيپلز پارټي له امله دے۔ سيد نيئر حسېن بخاري

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ سيکرټري جنرل سيد نير حسېن بخاري وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټي حقيقي عوامي جمهوري سياسي ګوند دے، چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د پاكستان اميد او د ځوانانو قائد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پيپلز پارټي په سينټرل سيکرټريټ اسلام آباد كښې د بېلا بېلو ګوندونو كاركنانو په پيپلز پارټۍ كښې د شاملېدو اعلان په موقع كړې۔ ده ووئيل …

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ سيکرټري جنرل سيد نير حسېن بخاري وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټي حقيقي عوامي جمهوري سياسي ګوند دے، چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د پاكستان اميد او د ځوانانو قائد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پيپلز پارټي په سينټرل سيکرټريټ اسلام آباد كښې د بېلا بېلو ګوندونو كاركنانو په پيپلز پارټۍ كښې د شاملېدو اعلان په موقع كړې۔ ده ووئيل بلاول د پارلمان دننه او بهر د آئين٬ پارلمان او جمهوريت موثره غږ دے٬ بلاول د ذوالفقار علي بھټو شهيد ،بېنظير بھټو شهيد او د جمهوريت د شهيدانو حقيقي سياسي وارث دے۔ سيد نيئر حسېن بخاري ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو د اولس خېرښګړې لپاره عملي اقدامات كړي٬ آئين نه لرونكې هېواد له يې د آئين ډالۍ وركړې۔ سيد نيئر حسېن بخاري ووئيل پيپلز پارټۍ د آئين او جمهوريت په خاطر قربانۍ وركړې دي۔ د يادونې وړ ده په پيپلز پارټۍ كښې د يو شمېر ګوندونو كاركنانو ګډون په بلاول بھټو زرداري او د ګوند په قيادت د باور څرګندونه ده۔

مزید خبریں