اسلام آباد 28 جولائی (اے پي پي) د قامي غذائی تحفظ او تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسین د پاکستان شوګر ملز ایسوسي ایشن (پی ایس ایم اے ) او څلورو واړو صوبو مهم سټیك هولډرز سره د شوګر سپلائي موجوده صورتحال جاج اخستو له د اعلیٰ پائې غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د دې خبري مشاهده وشوه چې ځينې شوګر ملز د ترسره شوي لوظنامې له مخې د چينو …
د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وزیر رانا تنویر حسین په مشرۍ كښې د پاکستان شوګر ملز ایسوسی ایشن او مهم سټیك هولډرز سره د شوګر سپلائي جاج اخستلو له د اعلیٰ پائې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائی (اے پي پي) د قامي غذائی تحفظ او تحقیق وفاقي وزیر رانا تنویر حسین د پاکستان شوګر ملز ایسوسي ایشن (پی ایس ایم اے ) او څلورو واړو صوبو مهم سټیك هولډرز سره د شوګر سپلائي موجوده صورتحال جاج اخستو له د اعلیٰ پائې غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د دې خبري مشاهده وشوه چې ځينې شوګر ملز د ترسره شوي لوظنامې له مخې د چينو وركولو او سټاك په اجراء عمل نه كوي۔ د څو وارې باور وركولو باوجود د چینو په وخت ترسیل او شته والي كښې خنډان هم شته۔د صورتحال تر مخه وفاقي وزیر اعلان وکړو چې اوس حکومت د ټول شوګر ملز د سټاکس نګرانی کوي۔دې مقصد لپاره هر شوګر مل كښې سرکاري افسران تعینات كولې شي دغسې چې د چینو د سټاك صورتحال مانیټر وكړے شي او د چینو د تعطل نه غير وركړه باوري كړې شي۔په دې موقع د پی اېس اېم اے چیئرمېن هم د شوګر مل مالکانو ته په پېښو مسئلو او خذشات څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزیر باور وركړو چې حکومت به د هغوي جائز مسئلې په ترجیحی بنیادونو حل كوي۔











