د خزانې وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره د امریکې ناظم الامور الزبتھ هورسټ ملاقات، په دوه اړخيزه تجارتي موقعو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 28 جولائی (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره پاکستان كښې د امريكې لنډ مهاله سفیر (ناظم الامور) الزبتھ هورسټ د خزاني وزارت كښې ملاقات کړے۔ ملاقات كښې د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې او د پاکستان او امریکې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو مثبت پیش رفت څخه خبر كړے شو۔د خزاني وزیر د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره د امریکې په …

اسلام آباد 28 جولائی (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب سره پاکستان كښې د امريكې لنډ مهاله سفیر (ناظم الامور) الزبتھ هورسټ د خزاني وزارت كښې ملاقات کړے۔ ملاقات كښې د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې او د پاکستان او امریکې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو مثبت پیش رفت څخه خبر كړے شو۔د خزاني وزیر د پاکستان معاشي پرمختګ لپاره د امریکې په تل پاتې مرسته مننه وكړه۔ده په خاص توګه په تير يو نيم كال كښې میکرو اکنامك استحکام ترلاسه كولو كښې د امریکې معاونت وستائېلو او بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه رابطو كښې ښه والے يې خوشبينه وګرځولو ۔د خزاني وزیر د امريكې اوسنۍ دورې حواله وركولو سره واشنګټن ډي سي كښې د امریکې د تجارت هاورډ لوټنک سیکرټري او د امریکې تجارتي نمائنده ایمبیسډر جیمیسن ګریر سره د خپلو د نتيجې وړ ملاقاتونو ذكر وكړو۔ده د پاکستان او امریکې ترمينځه تجارت او اقتصادی مرسته كښې پیش رفت د ډاډ وړ وګرځولو۔سینیټر محمد اورنګزیب په دې خبره زور راوړو چې امریکا د پاکستان تر ټولو لوئ تجارتي شراکت دار دے او پاکستان روایتی څانګو كښې مخ په وړاندې تللو سره دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو كښې خوښي لري۔ده په خاص په توګه انفارمېشن ټیکنالوجي ، معدنیات او د زراعت په څانګو كښې د شريكې ګټې لپاره موقعې رامخې ته كړې۔د خزاني وزير هورسټ د پاکستان اوسنو معاشی اشارو په اړه خبر كړو چې پكښې خپلواكه کریډټ ریټنګ كښې ښه والے او د سرمایه کارو باور زياتيدل شامل دي۔ده ټیکس اصلاحات او توان په څانګه كښې په مجوزه اصلاحات رڼا واچوله۔الزبتھ هورسټ د پاکستان په معاشي پیش رفت او اصلاحات اډانه پالیسۍ وستائېلي او د امریکې د پاکستان سره اقتصادي او تجارتي اړيكو لا قوي كولو له يې د عزم پخلے وكړو۔ هغه پاکستان كښې معاشي او سیاسي استحکام لپاره د امریکې د مرستې پخلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تل پاتي او قوي کاروباري شراکت دارۍ هيله يې څرګنده كړه۔ملاقات كښې د دواړه اړخه د دې عزم څرګندونه وشوه چې د موجوده مثبت رابطو په بنیاد به دوه اړخيزه مرستي ته لا پراختيا وركولې شي۔

مزید خبریں