اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د ډاكټر عافیه صدیقی په اړه د نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار بیان د سیاق و سباق څخه اخوا وړاندې كړے شوے، د عافیه صدیقی په معامله حکومت سفارتي او قانوني مرسته كوي،په دې معامله پیشرفت لپاره د قانون وزير په مشرۍ كښې كمېټي جوړه شوې ، اسحاق ډار د …
د عافیه صدیقی په معامله حکومت سفارتي او قانوني مرسته كوي،اسحاق ډار د شوګر ایډوائزری بورډ غړے نه دے، کرپټو کونسل په اړه د مفتاح اسماعیل بیانیه د زمكيزو حقائقو په ضد ده۔عطاء اللہ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د ډاكټر عافیه صدیقی په اړه د نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار بیان د سیاق و سباق څخه اخوا وړاندې كړے شوے، د عافیه صدیقی په معامله حکومت سفارتي او قانوني مرسته كوي،په دې معامله پیشرفت لپاره د قانون وزير په مشرۍ كښې كمېټي جوړه شوې ، اسحاق ډار د شوګر ایډوائزری بورډ غړے نه دے، کرپټو کونسل په اړه د مفتاح اسماعیل بیانیه د زمكيزو حقائقو په ضد ده۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په اړه ناسمه خبر وركړے شوے هغه د شوګر ایډوائزری بورډ غړے نه دے،بايد دې ډول خبر وركولو څخه وړاندې ريكارډ چيك كړے شي، سېنېټ كښې يوه پوښتنه شوې د كومې ځواب چې محکمې په ليكلي ډول جمع كړے،كوم هم معاملات چې دي هغه په تحریری توګه په فلور آف دی هاؤس موجود دي۔ده ووئيل د کرپټو کرنسۍ ریګولیشن په اړه نظام وضع کړے شوے، کرپټو کونسل جوړ شوے، قوانین جوړ شوي ۔ په ماضي كښې مونږ كتلي چې زمونږ دښمن د کرپټو په اړه په اقدامات پوښتني كړې دي ، د مفتاح اسماعیل هم هغه بيانيه ده كومه چې د هند د کرپټو په اړه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل کرپټو يو ریګولیټډ انډسټري ده،د هغې باقاعدہ قوانین جوړ شوي ٬ په دې اړه غیر د تحقیق خبره كول،په چا غير د څه وجې تور لګول د دښمن ایجنډا ده، د پاکستان نه۔ده ووئيل د پاکستان معیشت ترقی کوي دا د چه نه هضم كيږي۔د يوې پوښتني په ځواب وفاقی وزیر ووئيل ډاكټر عافیه صدیقی په اړه د نائب وزیراعظم اسحاق ډار بیان د سیاق و سباق څخه اخوا وړاندې كړے شوے، د ډاكټر عافیه صدیقی راخوشې كولو لپاره پاکستان سفارتي او قانوني مرسته كوي۔ده ووئيل د ډاكټر فوزیه صدیقی د وزیراعظم سره ملاقات شوے،په دې معامله پیشرفت لپاره قانوني کمېټي هم جوړه شوې، د قانون وزیر د هغه کمېټۍ مشر دے۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل ډاكټر عافیه صدیقی راخوشي كولو له چې څومره هم هڅي په دې دور كښې كيږي دې څخه وړاندې په كوم هم دور كښې نه دي شوي، سېنېټر اسحاق ډار هم وضاحت کړے، د هغه بیان د سیاق و سباق څخه اخوا وړاندې كړے شوے، دا د مخالفینو سازش ؤ











