اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئيلي دي دي د روغتيا وزارت د 24 كروړه اولس ته د روغتيا وېړيا آسانۍ وركولو له هڅې كوي٬ د روغتيا آساني كومه لګژري نه بلكې د هر يو وګړي بنيادي حق دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا سهولت پروګرام جاج اغستو غونډه كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان یونیورسل هېلتھ کورېج SDGs3 (یو اېچ سی) لاس ليك كړے …
د روغتيا آسانۍ كوم لګژري نه بلكې د هر وګړي بنيادي حق دے: مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئيلي دي دي د روغتيا وزارت د 24 كروړه اولس ته د روغتيا وېړيا آسانۍ وركولو له هڅې كوي٬ د روغتيا آساني كومه لګژري نه بلكې د هر يو وګړي بنيادي حق دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا سهولت پروګرام جاج اغستو غونډه كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان یونیورسل هېلتھ کورېج SDGs3 (یو اېچ سی) لاس ليك كړے دے٬ پاكستان د یونیورسل هېلتھ کورېج په آسانيو كال 2030 څخه وړاندې د عملدرآمد كولو پابند دے۔ده ووئيل په وفاق او صوبو كښې د صحت عامه صورتحال ناوړه دے٬ دا مهال وفاق او صوبې په روغتيا د كال 1154اربه څخه زياتې روپۍ مصرف كوي ٬ د دې باوجود د روغتيا ضروري سهوليات ترلاسه نه دي۔ ده ووئيل د دومره لويې رقم مصرف كولو باوجود اولس په سركاري اقداماتو باور نه لري۔ ده ووئيل د روغتيا وزارت يو نوي وژن سره مخ په وړاندې روان دے٬ د وزارت بنيادي هدف دا دے چې 24 كروړه اولس ته دې د روغتيا يو برابر آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د روغتيا وزارت د موجوده نظام جاج اغستے دے ٬ 1154 اربه روپو څخه په كم بجټ كښې د روغتيا غوره آسانۍ وركړې كېدې شي٬ د دې مقصد له د روغتيا وزارت يوه منصوبه جوړه كړې كومه به چې د وزيراعظم لخوا منظورۍ څخه وروستو اولس ته وړاندې كړې شي۔ ده ووئېل د دې مقصد لپاره په وزارت كښې د جدي مشاورت عمل روان دے۔ په غونډه كښې د صحت سهولت پروګرام چيف اېګزېكټو آفيسر د روغتيا وفاقي وزير ته د صحت پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔











