کراچۍ 28 جولائی (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي تعلیم د كوم هم هېواد او ټولني د پرمختګ کنجي ده، تعلیم يو قوي وسله ده د كومې د لارې چې قامونه پرمختګ كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ کراچۍ کنټونمنټ كښې فیډرل ګورنمنټ پبلك سکول كښې دستوري ته وينا كښې وكړه۔پروفیسر احسن اقبال د تعلیم په اهميت زور راوړلو سره …
د هېواد پرمختګ د تعليم سره تړلے دے۔احسن اقبال

مزید خبریں
کراچۍ 28 جولائی (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي تعلیم د كوم هم هېواد او ټولني د پرمختګ کنجي ده، تعلیم يو قوي وسله ده د كومې د لارې چې قامونه پرمختګ كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ کراچۍ کنټونمنټ كښې فیډرل ګورنمنټ پبلك سکول كښې دستوري ته وينا كښې وكړه۔پروفیسر احسن اقبال د تعلیم په اهميت زور راوړلو سره ووئيل کینټ پبلك سکول كښې د تعلیم ترلاسه كوونكو زياتره زدكوونكو تعلق د مينځنۍ او لاندې طبقې څخه دے او هم دغه ځوانان تعلیم ترلاسه كولو سره د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده ووئيل د كوم هم قام کامیابي د تعلیم سره تړلې ده، زمونږ قامي شناخت زمونږ هېواد دے۔ غزہ كښې د انساني بحران او د مقبوضه جموں او کشمیر صورت حال حواله وركولو سره ده ووئيل هلته روان ظلمونه زمونږ په سترګو كښې ويني راولي۔ وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان وسله وال ځواكونو ستائنه كولو سره ووئيل زمونږ بهادر پوځ د دښمن بريدونه ناكامه كړي او په آپریشن ‘بنیان مرصوص’ كښې يې هند ته د ورځې ستوري ښودلي۔دې څخه وړاندې اسکول ته په راتګ د وفاقی وزیر تود هركلے وشو۔د اسکول انتظامیې هغه له د ادارې په تعلیمی هلو ځلو او پرمختګ په اړه بريفنګ وركړو۔











