پېنډۍ ۔28جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د شهيد شوي ميجر زياد سليم استوګنې ته لاړ٬ د شهيد مېجر زياد سليم مور، وروڼو، خوېندو او د کورنۍ نورو غړو سره يې ملاقات وكړه او او فاتحه يې ولوسته۔ د کورنيو چارو وزارت لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد …
د پلار له شهادت 20 كاله وروسته زړور زوي هم ځان په وطن قربان كړو، وفاقي وزیر محسن نقوي د شهيد ميجر زياد سليم په كور د هغه د كورنۍ حوصله وستائله

مزید خبریں
پېنډۍ ۔28جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د شهيد شوي ميجر زياد سليم استوګنې ته لاړ٬ د شهيد مېجر زياد سليم مور، وروڼو، خوېندو او د کورنۍ نورو غړو سره يې ملاقات وكړه او او فاتحه يې ولوسته۔ د کورنيو چارو وزارت لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد مېجر زياد سليم مور، وروڼو، خوېندو او د کورنۍ غړو سره ملاقات وكړو ٬ هغوي سره يۍ خواخوږي ښكاره كړه او د شهيد لوړو درجو لپاره يۍ دعا او غمجنې كورنۍ لپاره يۍ د صبر او زغم دعا هم وكړه۔ وفاقي وزير د شهيد مېجر زياد سليم د مور لوړه حوصلې ستايلو سره ووئيل قام ستاسو په څير مېندو وياړي۔ محسن نقوي د شهيد مېجر زياد سليم د مور عظمت ٬ حوصلې او همت ته سلام كولو سره وويل د شهيدانو د كورنيو د قربانيو پور قام ادا كولے نه شي۔ مسحن نقوي ووئيل د شهيد مېجر زياد سليم ځانګړې قرباني به تل ياده ساتلې شي۔ ده ووئيل حكومت به ستاسو د كورنۍ هر ډول خيال ساتي۔ په دې موقعه وفاقي وزير ته د مېجر زياد سليم وروستې آډيو پېغام واورولے شو۔ د شهيد مور په خپلو خبرو كښې ووئيل د شهادت نه لږه موده وړاندې د شهيد واده شوے ؤ ٬ د هغه وطن سره عشق د جنون تر حده رسېدلے ؤ۔ هغه د ژوبل كېدو باوجود خپل ملګري بچ كول۔ دې ووئيل د خاوند نه پس اوس زوے هم په وطن قربان شو۔ د شهيد مور ووئيل زه تل وطن او پاك پوځ سره ولاړه پاتې شوې يمه۔ د مېجر زیاد سلیم پلار برېګېډئر سلیم هم په كال 2005 كښې په وطن قربان شوے دے۔ د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي او د اسلام آباد چيف كمشنر اېم علي رندھاوا هم په دے موقع موجود ؤ۔











