د هيپاټائټس مخنيوي لپاره په وفاقي او صوبائي كچه بشپړه تګلارې او اولسي همكارۍ ته اړتيا ده :د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔27جولائی (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې ھېپاټائټس يوه خاموشه او وژونكے رنځ دے چې تدارك يۍ په وخت د تشخيص او فعاله احتياطي تدبيرونو د لارې ممكن دے۔ ھېپاټائټس سره د اړوندې خبرتيا نړيوالې ورځې په موقعه په خپل خصوصي پېغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل په پاكستان كښې د هېپاټائټس بی او سی رنځورانو په شمېره كښې اضافه اندېښمنه …

اسلام آباد۔27جولائی (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې ھېپاټائټس يوه خاموشه او وژونكے رنځ دے چې تدارك يۍ په وخت د تشخيص او فعاله احتياطي تدبيرونو د لارې ممكن دے۔ ھېپاټائټس سره د اړوندې خبرتيا نړيوالې ورځې په موقعه په خپل خصوصي پېغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل په پاكستان كښې د هېپاټائټس بی او سی رنځورانو په شمېره كښې اضافه اندېښمنه ده۔ ددې مخنيوي لپاره په وفاقي او صوبائي كچه بشپړه تګلارې او اولسي همكارۍ ته اړتيا ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل سېنېټ اولسي خېر ښېګړه خپله لومړۍ ترجيح ګڼي او د هېپاټائټس په څير د خطرناكو رنځونو ختمولو لپاره نه يوازې دا چې قانون سازي كوي بلكې د سېنېټ د اړوندو قائمه كمېټۍ د لارې د دې فعاله نګراني هم باوري هم كولې شي۔ ده ووئيل د ناقص طبي آسانيو او د غېر معياري آلاتو كارولو له امله دا رنځ خپرېږي۔ د دې ختمولو له به فعاله پالېسي جوړول او اولسي شعور بېدارولو له كمپائن چلول وي۔ سید یوسف رضا ګیلانی د روغتيا څنګې سره د پېںوستو ټولو ادارو ٬ ډاكټرانو ٬ طبي عملې او سماجي تنظيمونو كردار ستائلو سره ووئلي د دوئي هڅې د هېپاټائټس په ضد ستړو كښې مركزي حېثيت لري۔ ده اولس ته اپيل وكړو چې هغوي دې د خپل او خپلو مينه والو د صحت تحفظ پاره اسکریننګ وكړي ٬ حفاظتي وېكسين ولګوي او په درملنو كښې له غفلت څخه ډډه وكړي۔ ده هيله ولرله چې مونږ قامي يووالي ٬ خبرتيا او د فعاله ګامونو دلارې ډېر زر هېپاڼائټس څخه د پاك پاكستان هدف ترلاسه كړؤ۔

مزید خبریں