اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار پاکستان او امریکا دواړو هېوادونو لپاره د پاکستانی تارکین وطن مرسته ستائلو سره دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو او په نړيواله كچه دپاكستان مثبت تشخص ته وده وركولو كښې د دوئي د كردار اعتراف كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې نائب وزير اعظم اسحاق ډار په نيويارك كښې پاكستاني نژاد امريكائي كميونټي …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نيويارك كښی پاكستاني نژاد امريكائي كميونټي سره ملاقات ٬ د نوموړو پاكستاني نژاد امريكائي وګړو غونډې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار پاکستان او امریکا دواړو هېوادونو لپاره د پاکستانی تارکین وطن مرسته ستائلو سره دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو او په نړيواله كچه دپاكستان مثبت تشخص ته وده وركولو كښې د دوئي د كردار اعتراف كړے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې نائب وزير اعظم اسحاق ډار په نيويارك كښې پاكستاني نژاد امريكائي كميونټي سره ملاقات وكړو او د نوموړو پاكستاني نژاد امريكائي وګړوغونډې ته يۍ خطاب وكړو۔ نائب وزيراعظم هند سره د ورستي تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستاني نژاد امريكائي وګړو د يو والي ٬ ملاتړ او د كشميري اولس غږ پورته كولو كښې د دوئي د تعميري كردار ستائنه وكړه۔ د آئي اېم اېف پروګرام په اړه نائب وزيراعظم خپل خطاب كښې ووئيل هېواد د آئي اېم اېف پروګرام كاميابۍ سره بشپړ كړے دے٬ ګرانۍ كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې دې او د سرمايه كارانو باور بحال شوے دے۔ ده وئيل نړيوالو کرېډټ رېټنګ ایجنسيانو په دې وروستيو كښې د پاكستان غوره مېکرو اکنامک آؤټ لک تسليم كړے دے۔ ده پاكستان لپاره د G-20 معیشتونو په صف كښې شاملېدو كښې خوښي ښكاره كړه۔ نائب وزيراعظم د پاكستان په موجوده مشرۍ او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په دوه كلن غړيتوب هم رڼا واچوله كوم ته چې د 182 هېوادونو ملاتړ سره ترلاسه شوے دے او دا د پاكستان په اصولي سفارتكارۍ د نړيوالې ورورولۍ د باور ثبوت دے۔ ده د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير او فلسطين په شمول د ټولو شخړو سوليز حل لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د سيمه اييزو حركياتو ذكر كولو سره نائب وزيراعظم تر منځنۍ آسيا د رېل او تجارتي راهداريانو دلارې د سيمه ايز تړون زياتولو مقصد سره ګاونډي هېواد افغانستان ته د پاكستان په لاس رسۍ زور راوړو۔ ده هيله ولرله چې د افغانستان خاوره به ترهګرۍ لپاره ونه كارولې شي۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير كميونټي ته باور وركړو چې حكومت د پي آئي اے پروازونو زر تر زره پېل كولو له هڅې كوي۔ ده تاركين وطن ته د پاكستان په پرمختګ ٬ په خاص توګه سرماي كارۍ ٬ تجارت ٬ تعليم او ډيجيټل اختراع كښې د فعاله كردار ترسره كولو بلنه وركړه۔











