اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزرير محسن نقوي ویلي دي چې کیپټن راجه سرور شهید په میدان جنګ كښې د مړانې او زړورتیا یو ځلنده مثال پرېښودلے دے٬ د هېواد او ملت سره د وفادارۍ او د شهادت جذبې لرونكي کېپټن راجه سرور شهید عسکري اقدار نوې بامونه ته ورسول٬ د پاک پوځ زړور فرزندان نن هم د کیپټن راجه سرور شهید په لار روان دي۔ د …
کیپټن راجه سرور شهید په میدان جنګ كښې د مړانې او زړورتیا ځلنده مثال پرېښودلے٬ د پاک پوځ ميړني فرزندان نن هم د کیپټن راجه سرور شهید په لار روان دي: وفاقی وزیرمحسن نقوی

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزرير محسن نقوي ویلي دي چې کیپټن راجه سرور شهید په میدان جنګ كښې د مړانې او زړورتیا یو ځلنده مثال پرېښودلے دے٬ د هېواد او ملت سره د وفادارۍ او د شهادت جذبې لرونكي کېپټن راجه سرور شهید عسکري اقدار نوې بامونه ته ورسول٬ د پاک پوځ زړور فرزندان نن هم د کیپټن راجه سرور شهید په لار روان دي۔ د اتوار په ورځ د داخله وزارت له خوا په خپور شوي بیان کښې وفاقي وزير د کېپټن راجه سرور شهید (نشان حېدر) د شهادت د ورځې په مناسبت هغوي ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزیر وویل چې د كال 1948 جولائي مياشتې 27 مه نېټه د پاكستان په عسكري تاريخ كښې هغه ورځ ده كله چې د وطن د دفاع په لار کښې لومړے نشان حېدر ترلاسه كړے شو۔ کېپټن راجه سرور شهید په اړي سېکټر كښې ځانګړې زړورتیا وښودله۔ د خاردار تارونو او ګوله بارۍ باجود هغه مخ په وړاندې تلل جاري وساتل او د دښمن مضبوطې مورچې يۍ په مړانه فتح كړې۔ محسن نقوي وویل چې سره له دې چې سخت ټپي شوے و، کیپټن راجه سرور شهید تر وروستي نفس پورې د دښمن په كلكه مقابله وكړه او د وطن د دفاع حق يۍ ادا كړو۔ وفاقي وزير ووئيل کیپټن راجه سرور شهید په میدان جنګ كښې د مړانې او زړورتیا یو ځلنده مثال پرېښودلے دے٬ هېواد او ملت سره د وفادارۍ او د شهادت جذبې لرونكي کېپټن راجه سرور شهید عسکري اقدار نوې بامونه ته ورسول٬ د پاک پوځ زړور فرزندان نن هم د کیپټن راجه سرور شهید په لار روان دي۔ وفاقي وزيرووئيل د مورني وطن په دفاع كښې د شهيدانو قربانۍ يو ژوندے عهد دے ٬ كېپټن راجه سرور ته د هغه د شهادت په ورځ ټول قام سلام وړاندې كوي او د هېواد دفاع لپاره د خپل لوظ پخلے كوي۔











