اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير سيد محسن نقوي وئيلي دي چې خارجه وزارت ٬ د بلوچستان حكومت او امنيتي ادارو سره له بشپړ مشاورت وروستو دا پرېكړه شوې ده چې سږ كال به زائرينو ته اربعين لپاره ايران او عراق ته د سړك د لارې د سفر كولو اجازه وركولې نه شي٬ دا ګرانه پرېكړه د اولس تحفظ او د قامي سلامتيا په ګټه كښې شوې …
زائرينو ته اربعين لپاره د سړك د لارې عراق او ايران ته د تللو اجازه وركولې نه شي ٬ ګران پريكړه د اولس تحفظ او د قامي سلامتيا په ګټه كښې شوې: وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير سيد محسن نقوي وئيلي دي چې خارجه وزارت ٬ د بلوچستان حكومت او امنيتي ادارو سره له بشپړ مشاورت وروستو دا پرېكړه شوې ده چې سږ كال به زائرينو ته اربعين لپاره ايران او عراق ته د سړك د لارې د سفر كولو اجازه وركولې نه شي٬ دا ګرانه پرېكړه د اولس تحفظ او د قامي سلامتيا په ګټه كښې شوې ده۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل زائرین به اربعين كښې ګډون كولو له هوائي سفر كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم چارواكو ته هدايت كړے دے چې هغوي دې د تلونكو زائرينو آسانيو له د زياتو نه زياتو پروازونو انتظام وكړي۔











