اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې آصف علي زرداري د شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې محترمې بينظير بھټو د مشن ريښتونے امين دے٬ 18م آئيني بدلون د صدر آصف علي زرداري د مشرتابه تاريخي كارنامه ده۔ سید یوسف رضا ګیلانی د صدر مملكت آصف علي زرداري د 70 مې سالګرې په موقعه سېنېټ سېكرټرېټ څخه په جاري شوي خپل خصوصي پېغام …
آصف علي زرداري د شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې محترمې بينظير بھټو د مشن ريښتونے امين دے : د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې آصف علي زرداري د شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې محترمې بينظير بھټو د مشن ريښتونے امين دے٬ 18م آئيني بدلون د صدر آصف علي زرداري د مشرتابه تاريخي كارنامه ده۔ سید یوسف رضا ګیلانی د صدر مملكت آصف علي زرداري د 70 مې سالګرې په موقعه سېنېټ سېكرټرېټ څخه په جاري شوي خپل خصوصي پېغام كښې ووئيل نن د پاكستان د يو عظيم سياستدان ٬ د جمهوريت د علمبردار او د آئين د سرلوړۍ داعي صدر مملكت آصف علي زرداري 70 مه سالګره ده۔ په دې موقعه هغه ته د زړه له كومي مباركي وركوم او د هغه اوږد عمر او په قامي خذماتو كښې نورو كاميابو له لاس په دعا يم۔ سید یوسف رضا ګيلاني ووئيل آصف علي زرداري د شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې محترمې بينظير بھټو د مشن ريښتونے امين دے٬ هغه خپله هم د جمهوريت بحالۍ او استحكام لپاره بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے صدر آصف علی زرداری ته د روغ صحت او خوشحالو ژوند او د هېواد او قام د نور خذمت همت او حوصله وركړي۔











