پېنډۍ ۔26 جولائی (اے پی پی) د پاكستان حكومت د امريكا سېنټرل کمانډ (USCENTCOM) کمانډر جنرل مائیکل ای کوریلا ته د پاكستان او امريكا تلپاتې پوځي همكارۍ ته وده وركولو له د مثالي خذماتو او مهم كردار ترسره كولو په اعتراف كښې نشان امتياز (ملټري) ډالۍ كړې دې۔ د آئي اېس پي آر له خوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ايوان صدر كښې …
پاك – امريكا دفاعي اړيكو ته په وده وركولو جنرال مائيكل كوريلا ته نشانِ امتیاز (ملټری) ډالۍ كړې شو

مزید خبریں
پېنډۍ ۔26 جولائی (اے پی پی) د پاكستان حكومت د امريكا سېنټرل کمانډ (USCENTCOM) کمانډر جنرل مائیکل ای کوریلا ته د پاكستان او امريكا تلپاتې پوځي همكارۍ ته وده وركولو له د مثالي خذماتو او مهم كردار ترسره كولو په اعتراف كښې نشان امتياز (ملټري) ډالۍ كړې دې۔ د آئي اېس پي آر له خوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ايوان صدر كښې شوې دستوره كښې صدر آصف علي زرداري جنرل کوریلا ته سيمه اېزې سلامتيا لپاره د ده د غوره خذماتو او دوه اړخيزه دفاعي اړيكې مضبوطولو له د ده د هڅو په اعتراف كښې دا اعزاز وركړو۔ د نشان امتیاز (ملټری) درناوې ترلاسه كول د جنرال كوريلا نه بدلېدونكي ملاتړ لپاره د پاكستان لخوا د هغه د پراخا هڅو عكاسي كوي او د دوه اړخيز پوځي همكارۍ د پراختيا تصديق هم كوي۔ د خپلې دورې په مهال جنرال كوريلا صدر مملكت او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په شمول سینئر پاکستانی سول او پوځي مشرتابه سره ملاقاتونه وكړل۔ د ملاقاتونه په مهال په سيمه اييزه سلامتيا ٬ ملټري ټو ملټري تړون ته په وده وركولو او د ترهګرۍ او رامخې ته كېدونكو نړيوالو خطرو مبارزې له په شريكو هڅو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دې څخه وړاندې ايوان صدر په رسېدو جنرال كوريلا ته د وسله والو ځواكونو لخوا ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔











